د اتڼ احتجاج

پښتانه زده کوونکي

د پنجاب په لاهور کې د دوشنې په ورځ ګڼو پښتنو محاصلینو په اتڼ کولو سره خپل احتجاج ثبت کړ. که څه هم د ډول تال د پنجابیانو وه خو بیا هم دې محصیلنو ورته د پښتنو دودیز اتڼ وکړ.

تېره اونۍ د لاهور په پنجاب نومي پوهنتون کې د پښتنو او اسلامي جمعیت د زده کوونکو سازمان ترمنځ شخړه شوې وه، چې تر هغه وروسته د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پښتانه زلمیان له ډولونو سره لارو کوڅو ته راووتل او اتڼونه يې وکړل.

د لاهور په دې احتجاج کې ګډونوال د پښتونخوا او بلوچستان هغه زده کوونکي وو، چې لاهور ته زده کړې په موخه تللي. دغه احتجاج کوونکي له پنجاب پوهنتون سره څېرمه په برکت مارکېټ سیمه کې سره راغونډ شول او بیا يې د پنجاب پوهنتون تر لويې لارې پورې لاریون وکړ.

پنجاب: د پښتنو پر نوروز لمانځغونډې برید شوی دی

پنجاب مشکوک پښتانه افغانان

دغو احتجاج کوونکو دوې غوښتنې کولې لومړۍ يې دا وه، چې په پوهنتون کې دي پر سیاسي هلوځلو بشپړه بندیز ولګول شي او دویمه دا چې په یاد پوهنتون کې دې د اسلامي جمعیت پر سازمان بندیز ولګېږي، چې ددوی په خبره هلته اکثره د تشدد په پېښو کې لاس لري.

شاوخوا دوه ساعته دغه احتجاج کوونکي هلته سره یو ځای وو او د ډول منتظر و چې تر اتڼ کولو وروسته به خپل احتجاج پای ته رسوي. پولیسو بیا بیا هڅه وکړه چې د دوی احتجاج ختم او لارې خلاصې کړي خو بریالي نه شول.

کله چې ډولچي راغی نو دې احتجاج کوونکو ورته اتڼ پېل کړ. که څه هم د ډول درزا بېل یا د پنجاب وه خو دوی بیا هم ورته خپل اتڼ وکړ.

په پنجاب پوهنتون کې پښتانه زده کوونکي وايي، ددوی پر کلتوري مراسیمو د اسلامي جمعیت د زده کوونکو لخوا برید شوی او د دوی ملګري يې ورټپيان کړي دي.

خو د اسلامي جمعیت زده کوونکي بیا پر دوی تور پورې کوي، چې برید لومړی پښتنو زده کوونکو پرې وکړ.

پښتانه زده کوونکي وايي، کله چې دوی اتڼ کاوه، نو د اسلامي جمعیت زده کوونکو پرې برید وکړ او ځکه يې اوس په احتجاج اتڼ وکړ.

خو د اسلامي جمعیت د محصلینو سازمان ویاند تیمور خان دا تورونه ردوي او وايي، د پښتنو محصلینو پاروونکې ویناوې د شخړې لامل شوې.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتونخوا او بلوچستان په لسګونو زده کوونکي زده کړې ترسره کوي. دا زده کوونکي وايي که يې غوښتنې ونه منل شوې، نو احتجاجاَ به خپلې زده کړې په منځ کې پرېږدي او خپلو کورونو ته به ستانه شي.

یوه پښتانه زده کوونکي اسلام وزیر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په پنجاب پوهنتون کې مخکې لا پر سیاسي هلوځلو بندیز اعلان شوی خو عمل پرې نه کېږي.

دده په خبره د پنجاب پوهنتون لیلیه د اسلامي جمعیت لخوا غصب شوې او غوښتنه يې وکړه چې ژر تر ژره دي يې د هغوی له غصب څخه خلاصه کړي.

د لاهور په پنجاب پوهنتون کې تردغې پېښې وروسته د پاکستان په ډېری ښارونو کې پښتنو ملتپالو احتجاج کړی او په دغو احتجاجونو کې يې ډلونه او اتڼونه هم وو.

همدې ته په پام سره د تېري یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې هم ددغه ښار ګڼ شمېر پښتانه راغونډ شوي و او اتڼونه يې وکړل.

اړونده مطالب

ورته مطالب