پاړه چنار کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption رپوټونه وايي، دا موټربم برید د جمعې لمانځه ته د راغونډو شویو خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال شوی

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ مرکزي ښار پاړه چنار کې د جمعې په ورځ یوه جومات ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۷۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

رپوټونه وايي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر د جومات هغې دروازې ته څېرمه درول شوی، چې د جمعې د لمانځه لپاره ښځې لمانځه ته جومات ته پرې ننوتلې.

حکومتي خبري رسنیو ویلي، په چاودنه کې یو شمېر موټر او هټۍ هم ویجاړې شوې دي. په سیمه کې د یوه روغتون چارواکو بي بي سي ته وویل، ښايي د وژل شویو شمېر ډېر شي.

کورمه ایجنسۍ کې چاودنې شل ولسي وګړي ووژل ‍

د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

د پاکستان پوځ له برید وروسته ټپیان پېښور ته د چورلکې په مټ لېږدولي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption چاودنې ته څېرمه ګڼ موټر او هټۍ هم زیانمنې شوې
د انځور حقوق EPA
Image caption د سیمې اوسېدونکي د چاودنې ځای کې راغونډ شوي

د دغه برید پړه د پاکستاني طالبانو سخت دریځې ''جماعة الاحرار'' ډلې منلې ده.

د ویلو ده چې کورمه ایجنسۍ کې د توکمیزو شخړو له کبله ډېره ګډوډي رامنځ ته شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې ایجنسۍ کې سخت دريځې ډلې فعالې دي چې په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان هلته د امنیت خوندي کولو هڅه کوي.

په تېر کې هلته د کورنیو شخړو له کبله زرګونه کسان وژل شوي دي.

په دې ایجنسۍ کې سخت دريځې ډلې فعالې دي چې په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان هلته د امنیت خوندي کولو هڅه کوي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د پاړه چنار د سبزي په یوه مارکیټ کې چاودنې لږترلږه ۲۴ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په تېره جنورۍ میاشت کې د پاړه چنار د سبزي په یوه مارکیټ کې چاودنې لږترلږه ۲۴ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.

وروسته ساجد حسین طوري وویل، کرمه ایجنسۍ ته د افغانستان له ننګرهار ولایته د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې اورپکي اوښتي دي.

پاړه چنار د کورمې ایجنسۍ مرکز دی، چې اوه قبایلي ولسوالۍ پکې پرتې دي.

دغه سیمې د سیمه ییز قانون او سیمه ییز دو په مټ کنټرولېږي، خو تر ډېره په کې د شیعه ګانو او سُني ډلو ترمنځ شخړې او لانجې وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پاړه چنار بې ځايه شوي کسان

اړونده مطالب

ورته مطالب