فضل الرحمن: 'افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سوله راتلی شي'

د انځور حقوق AFP
Image caption امام کعبه شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم او مولانا فضل الرحمان

د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په افغانستان کې سوله هله شونې ده، چې د امریکا په شمول بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي. ښاغلي فضل الرحمن یو ځل بیا ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.

مولانا فضل الرحمن چې په افغانستان کې د طالبانو برملا ملاتړ کوي، بیا يې هم په دې ټينګار کړی، چې دده ګوند په افغانستان کې حق ته حق او باطل ته باطل وايي، چې اشاره يې د طالبانو په حق کې او د افغان دولت پرضد وه.

افغان دولت که څه هم د مولانا فضل الرحمن د دې وروستۍ وینا په هکله کوم غبرګون نه دی څرګند کړی خو وړاندې يې بیا بیا دغسې ویناوې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو ضد بللې او په کلکه يې غندلې دي.

په ۲۰۱۱ کال فضل الرحمن بي بي سي ته ویلي وو، له افغانستان نه د امریکایانو وتل کورنۍ جګړې ته لمن وهي.

مولانا فضل الرحمن: د امریکایانو وتل کورنۍ جګړې ته لمن وهي

امريکايي سفير مولانا فضل الرحمن سره پر افغانستان خبرې وکړې

د مولانا فضل الرحمن ګوند د پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د یاد ګوند د سلمې کلیزې په ویاړ درې ورځنۍ غونډه درلوده، چې پکې د کعبې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهيم هم ګډون وکړ.

که څه هم د کعبې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم دې غونډې ته په وینا کې د کومې وسلوالې ډلې نوم وانه خیست، خو په څرګنده يې وویل، چې هغه ډلې چې د ترهګرۍ لپاره د قرآن او دین غلطې ژباړې کوي، دوی يې له همدې غونډې په کلکه غندنه کوي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند په دې غونډه کې پښتونخوا مېشتو پښتنو ملتپال سیاستوالو محمود خان اڅکزي او افتاب خان شېرپاو هم ګډون کړی و.

پښتانه ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزي همدې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د درې لسیزو ناامنیو ته په اشارې سره وویل، ټولې نړۍ پښتنو ته د ترهګر نوم ورکړی او نور وخت راغلی، چې له پښتنو ددغه نوم د لرې کېدو لپاره ګامونه واخیستل شي. ښاغلي اڅکزي پر مولانا فضل الرحمان او د هغه پر پلویانو ږغ وکړ، چې نور دي په ګډه له پښتنو څخه د ترهګرۍ نوم د غورځولو لپاره سره یو موټی شي.

د جمعیت علماء اسلام دغه درې ورځنۍ غونډه چې د جمعې په ورځ پېل شوې هم نن یکشنبه پای ته ورسېده، چې پکې د پښتونخوا او پاکستان له بېل بېل سیمو څخه د یاد ګوند پلویانو ګډون درلود.

مولانا فضل الرحمن: پاکستاني رسنۍ د دوی پر ضد "تعصب" کوي

اکرم درانی: د مسایلو حل مولانا فضل الرحمن سره دی