خیبر پښتونخوا: چین ته د خرو صادرولو پرېکړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، پاکستان کې خرو ته اهمیت نه ورکول کېږي، خو چین کې یې له پوست نه درملو کې کار اخیستل کېږي

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي، چین ته به د خرو صادرولو پروژې پر سر روانه میاشت له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

بل لور ته پر خواله رسنیو په دې اړه له طنزه ډک پیغامونه خپاره شوي دي. پېښور کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، چارواکو په دې اړه د پاکستان او چین تر منځ لویې سوداګریزې لارې 'سي پیک ' ته پر ځانګړې شوې ویبپاڼه لیکلي، چې د دغې پروژې لګښت یو میلیارد پاکستانیو روپیو ته رسېږي.

د ''خرې'' پر سر شخړې انسانان ووژل

په روسیه کې د"پراشوټي خره" په اړه پلټنه

دغې پروژې ته د 'خیبر پښتونخوا او چین تر منځ د خرو د ودې تل پاتې پروژې ' نوم ورکړل شوی دی. دې لړ کې به د خرو د ودې لپاره ځانګړی پروګرام جوړیږي او عصري تکنالوژي به کاروول کېږي.

پر ویبپاڼه ویل شوي، چې خرو ته په پاکستان کې اهمیت نه ورکول کېږي، خو په چین کې ځکه د ډېر اهمیت وړ بلل کېږي، چې هلته د خرو له پوست نه مهم درمل جوړیږي.

د صوبې چارواکي وايي، دغه پروژې کې به خلک نوي کاري فرصتونه ومومي.

بل لور ته پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو د دغې پروژې په تړاو له ټوکو، ټکالو ډک پیغامونه خپاره کړي دي. دوی د خرو تصویرنه خپاره کړي او ورسره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې.

نوشیران قلندر نومي فېسبوک کاروونکي پر خپله پاڼه لیکلي:

''له اعلی وزیر پروېز خټک نه په بښنې سره، د چین او پاکستان تر منځ د لویې سوداګریزې لارې لړ کې د خیبر پښتونخوا په برخه یوازې د خرو کاروبار رسېدلی دی ''

خالدخان نومي یوه بل کس د پوښتنې په انداز لیکلي:

'خر په څو پلورې؟ '

ځواب کې ورته لیکل شوي:

''زه یې دلته نه پلورم، چین کې یې پلورم! ''

له تېرو دوو، دریو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو په دې اړه خورا تاوده بحثونه روان دي. یو شمېر کسانو پر خپلو پاڼو هیله څرګنده کړې، چې ملګري یې باید ورسره د دغې موضوع له شریکولو ډډه وکړي، ځکه په وینا یې پاڼې یې له همدې عکسونو او پیغامونو په ډکېدو دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دوه کاله مخکې حکومت د خرو نسل ژغورلو لپاره د خره پوست پر صادرولو بندیز لګولی و.

چین کې د خرو پوستونو کاروبار ځکه ګټور بلل کېږي، چې هلته یو شمېر کریمونو کې ورنه کار اخیستل کېږي.

دوه کاله مخکې حکومت د خرو نسل ژغورلو لپاره د خره پوست پر صادرولو بندیز لګولی و.

د سوداګرۍ وزارت د سږ کال لومړیو کې ویلي و، چې د خرو نژدې ۱۵۰ زره پوستونه صادر شوي دي، چې له کبله یې پریمانه پانګه تر لاسه شوې ده.

ورته مطالب