اسلام اباد: د پښتنو د شناختي کارتونو بندېدو خلاف احتجاج

پښتونخوا پښتانه د انځور حقوق KNN
Image caption د عوامي نېشنل ګوند د پارلمان غړيو احتجاجي کمپ

په اسلام اباد کې د پاکستاني پارلمان مخې ته د عوامي نېشنل ګوند یو شمېر پارلماني غړو په دغه هېواد کې د پښتنو د پېژندپاڼو یا شناختي کارتونو د بندېدو ضد احتجاج پېل کړی او وايي، تر هغه به يې دغه احتجاج روان وي، چې د شاوخوا څلور لکه پښتنو بند شوې پاکستانۍ پېژندپاڼې يې بېرته خلاصې کړې نه وي.

د عوامي نېشنل ګوند په ګډون یو شمېر سیاستوال د پاکستان پر اوسنیو واکمنو په ځانګړې توګه د نوازشریف پر حکومت تور پورې کوي، چې دوی د یوه پلان له مخې د پښتنو پاکستانۍ پېژندپاڼې بلاک یا سټ کړې دي.

د عوامي نيشنل ګوند سناتور او د خیبر پښتونخوا ایالت پخواني اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي، په احتجاجي غونډه کې بي بي سي ته وویل، بیا بیا يې په پارلمان کې دننه په دې اړه غږ پورته کړی او احتجاجونه يې کړي خو په خبره یې، هیچا يې غږ نه دی اورېدلی. د ښاغلي هوتي په خبره اوس دې ته اړ شوي، چې د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاج وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند پر همدې احتجاج پارلمان کې دننه هم بحث وشو، چې د اپوزیسیون يو شمېر سیاستوالو د یاد ګوند د احتجاج ملاتړ وکړ او د دوی دغه غوښتنه يې پر ځای وبلله.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتورانو هم په مشرانو جرګه کې دننه په دې بحث وکړ او د لومړي وزیر نوازشریف حکومت او په ځانګړې توګه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت يې ملامت وباله.

سناتور نعمان وزیر مشرانو جرګې ته وویل، ډېری افغانانو پاکستانۍ پېژندپاڼې جوړې کړې، چې ژر تر ژره باید لغو شي.

همدا غوښتنه په بلوچستان کې د بلوڅو سیاستوالو په ګډون ځيني پاکستاني سیاستوال کوي، چې ګواکې د پاکستان مېشتو پښتنو په جامه کې افغان کډوالو پاکستانۍ پېژندپاڼې جوړې کړې دي.

خو د عوامي نيشنل ګوند له بلوچستان څخه ټاکل شوی سناتور داود اڅکزی بیا وايي، که یوه نیم افغان کډوال پاکستانۍ پېژندپاڼې جوړې کړې هم وي، د دې سزا باید هغو چارواکو ته ورکړل شي چې د پېسو په بدل کې يې ورجوړې کړې دي. د ښاغلي اڅکزي په خبره د دوی غوښتنه د پاکستان مېشتو پښتتنو د پېژندپاڼو خلاصول دي.

په مشرانو جرګه کې د سناتور عثمان خان کاکړ، سناتور سردار اعظم موسی خېل او سناتور نعمان وزیر د نیوکو په ځواب کې حکومتي وزیر بلیغ الرحمان ډاډ ورکړ، چې ټولې سټ شوې پاکستانۍ پېژندپاڼې خلاصې کړي.

تردې وروسته د اپوزیسيون مشر سید خورشید شاه د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي کمپ ته ورغی او ورسره يې په دې احتجاج کې د پوره ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي شاه په دې احتجاجي کمپ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ؛د پښتنو پاکستانۍ پېژندپاڼې سټ کول یواځې د پښتنو ستونزه نه، بلکې د پاکستان د فدراسیون ستونزه ده، چې د هواري لپاره به يې دوی په پارلمان کې دننه او بهر غږ پورته کوي؛.

پاکستان مېشتي پښتانه سیاستوال او چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې د شاوخوا څلور سوه زره پښتنو پاکستانۍ پېژندپاڼې په همدې تور سټ شوې دي، چې دوی افغان کډوال دي.

خو د بلوچستان، پښتونخوا په شمول په سند او پنجاب ایالتونو کې د داسې پښتنو پاکستانۍ پېژندپاڼې هم سټ شوې، چې هلته د پاکستان له جوړېدو مخکې اباد وو.