خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور محصل وژلی

عبدالولي خان پوهنتون د انځور حقوق Awkum.edu.pk

د خیبر پښتونخوا مردان پوهنتون محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور د همدغه پوهنتون یو محصل په وهلو، ډبولو وژلی دی. ځايي پولیس وايي ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي دي او په وینا یې پارېدلو خلکو د وژل شوي کس د مړي سوځولو هڅه کوله.

د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی د مردان پولیسو افسر میا سعید احمد له قوله وايي، پولیسو د وژل شوي محصل مړی له ځان سره وړی دی.

د پولیسو دغه افسر وايي، له پېښې وروسته چاڼیزو عملیاتو کې ۵۹ کسان نیول شوي دي. له دې مخکې ویل شوي وو، چې محصلین له لفظي شخړې وروسته لاس او ګریوان شوي وو، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان وو.

چارواکو تر نامعلومه مهاله پوهنتون تړلی دی.

پاکستان 'مذهب ته په سپکاوي تورنه نجلۍ' پرېښوده

"مقدساتو ته د سپکاوي قانون ډېره سزا مسلمانانو ته رسېږي"

د فرخندې مړی نن کابل کې خاورو ته وسپارل شو

قهرجنو کسانو د کابل په مرکز کې یوه ښځه وژلې

یوه عیني شاهد بي بي سي ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، چې وژل شوی محصل مشال نومیده او څه مهال لپاره له هېواده بهر و.

د نوموړي په وینا د پارېدلو کسانو یوې ډلې لومړی د مشال د ملګرو وهل ډبول پیل کړل، خو وروسته هلته شته کسانو ورته وویل، چې مشال دوی که نه شته، نو دوی دوه کسان سخت ټپي حالت کې پرېښوول او مشال په لټون لاړل.

رپوټونو کې ویل شوي، چې یو شمېر محصلینو مشال وموند، لومړی یې په ډزو ویشت او وروسته یې د هغه مړی بهر ته کش کړ.

په یوه ویډیويي کلیپ کې، چې پر خواله رسنیو خپور شوی او ادعا کېږي، چې د همدغې پېښې پر مهال اخیستل شوی، یو ځوان سړی لیدل کېږي چې د ګڼو کسانو په منځ کې پروت دی او په لغتو وهل کېږي. پر دغه سړي برید کونکي په ظاهره محصلین ښکاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption له پېښې وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي(فایل تصویر)

دغه کلیپ کې تر سترګو کېدونکې صحنه په افغان پلازمېنه کابل کې پر فرخندې د ګڼو کسانو برید ته ورته ښکاري، خو د پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پولیس وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې محصل د ډزو پایله کې وژل شوی او که له فزیکي برید وروسته وژل شوی دی. ویل کېږي مردان ښار او عبدالولي خان پوهنتون کې حالت ترینګلی دی.

د صوبې ګورنر له ځايي چارواکو غوښتي، چې د پېښې په اړه رپوټ ورکړي.

ویل کېږي وژل شوی محصل د صوابي سیمې اوسېدونکی دی او پوهنتون کې د ژورنالیزم برخې محصل و.

د وژل شوي محصل یوه استاد بي بي سي ته ویلي، باور یې نه کېږي، ځکه په وینا یې د دغه محصل له خولې یې هېڅکله داسې کومه خبره نه ده اورېدلې.

اړونده مطالب

ورته مطالب