د وژل شوي زده کوونکي پلار: مشال به تل د علم او پوهې خبرې کولې

مشال پښتونخوا د انځور حقوق AFP
Image caption مشال خان یو له هغو ځوانانو و چې په پوهنتون کې يې د مشرتابه او فیس زیاتولو پر ضد مظاهرې کولې.

د خیبر پښتونخوا مردان پوهنتون محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور د همدغه پوهنتون یو محصل مشال د اپریل په ۱۳مه نیټه په وهلو، ډبولو ووژلو.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي ځوان مشال خان پلار وايي، زوی به يې تل د علم او پوهې خبرې کولې او په دې باور و، چې په علم او پوهې يو کس انسان کېدلی شي.

مشال خان یو له هغو ځوانانو و چې په پوهنتون کې يې د مشرتابه او فیس زیاتولو پر ضد مظاهرې کولې.

د دغه ۲۵ کلن ځوان پلار اقبال له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ویلي، "فکر نه کوي، چې انصاف دې ورته ورسېږي".

هغه وايي "حکومت باید یو څه وکړي ځکه چې دا یوازې د مشال وژنه نه وه، بلکې د هر هغه ځوان وژنه ده، چې پوښتنه کوي، غږ پورته کوي او نیوکه کوي".

خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور محصل وژلی

پاکستان دین ته د سپکاوي مخنیوي لپاره له فېسبوکه مرسته غوښتې

پاکستان: د مدني فعالانو او مذهبي ګوندونو اییتلاف شخړه

د ښاغلي اقبال په خبره مشال کله هم "اسلام او د اسلام سپېڅلو احکامو ته سپکاوی نه دی کړی او ان سوچ يې لا نشي کولی".

نوموړی زياتوي، هغه چې به پر حکومت نیوکه کوله، نو د حضرت عمر رض د وخت بېلګه به يې ورکوله.

مشال د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د خبریالۍ څانګې زده کوونکی و، چې پرون پنجشنبه په سلګونو قهرجنو خلکو اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

د نوموړي د جنازې مراسم د پښتونخوا په صوابۍ کې د هغه په پلرني کلي زېده کې ترسره شول او هملته خاورو ته وسپارل شو.

د انځور حقوق FB
Image caption د مشال پلار وايي زوی مې کله هم اسلام او د اسلام سپېڅلو احکامو ته سپکاوی نه دی کړی.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان او افغانستان کې تر ډېره هغه تور دی، چې تورن ته د سپیناوي هېڅ موقع نه ورکول کېږي او ډېر ځله خو تورن کس همداسې د قهرجنو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شي.

د مشال د وژنې ضد نن جمعه د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د هغه لپاره دعا او فاتحه وشوه، چې ډيری روڼاندي يې ښه ګام بولي، ځکه چې په دغه هېواد کې تر ډېره پورې د دغه تورن کس لپاره دعا خو څه ان څوک غږ نشي پورته کولی.

بلې خواته د پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې اعلی وزیر پرویز خټک وویل، تر اوسه پولیسو ته داسې هېڅ شواهد په لاس نه دي ورغلي، چې ګواکې مشال دي اسلام ته سپکاوي کړی وي.

Image caption د ۲۵ کلن مشال خان مړی نن خاورو ته وسپارل شو.

خو د عبدالولي خان پوهنتون لخوا پرون ورځ تردې پېښې مخکې یو بیان خپور شوی، چې په کې د وژل شوي زده کوونکي مشال په ګډون دوه نور زده کوونکی عبدالله او زبیر درې واړه معطل کړي، چې د دغه بیان په خبره پر "درې واړو اسلام ته د سپکاوي تور دی".

یاد پوهنتون د همدې پېښې د څېړلو لپاره يوه کمېټه هم جوړه کړې چې وايي، لومړنۍ غونډه به يې د روانې مياشتې پر ۱۸ نېټه کېده.

له دې سره د پښتونخوا پولیس وايي، دوی په همدې پېښه کې تراوسه پورې لږ تر لږه اته کسان نیولي او هڅه کوي، چې په ويډو کې څرګند ټول ککړ کسان ونیسي.

اړونده مطالب