ملالې یوسفزۍ د مشال خان وژنه ترهګریز عمل وباله

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ملاله وايي‌ هیڅوک د بل انسان د ژوند اخیستلو حق نه لري او هر یو کس چې بل کس د مذهب په نوم ووژني هغه ترهګري ده

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د مردان عبدالولي خان پوهنتون د ژونالیزم پوهنځي محصل مشال خان وژنه یو ترهګریز عمل وباله.

بي‌ بي سي‌ پښتو ویبپاڼې ته په رالېږل شوي پیغام کې ملالې ویلي "هغو کسانو چې دغه کار کړی نه د اسلام، نه د پښتونولۍ او نه هم زموږ د هېواد استازيتوب کوي".

ملاله وايي،‌ هېڅوک د بل انسان د ژوند اخیستلو حق نه لري او هر یو کس چې بل کس د مذهب په نوم ووژني ترهګري ده.

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور محصل وژلی

پاکستان دین ته د سپکاوي مخنیوي لپاره له فېسبوکه مرسته غوښتې

۲۵ کلن مشال د مردان په عبدالولي جان پوهنتون کې یو شمېر محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور د اپریل په ۱۳مه نېټه په وهلو، ډبولو وواژه.

د مشال پلار اقبال خان بي بي‌ سي‌ ته وویل، چې 'هم یې ووژه او هم یې پرې تور پورې کړ '.

نوموړي زیاته کړه "مشال اسلام او د اسلام سپېڅلو احکامو ته سپکاوی نه دی کړی."هغه به تل د علم او پوهې خبرې کولې".

ملالې چې وايي د مشال وژنې خواشینې کړې پر حکومت، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو غږ کړی چې د دغه ډول کړنو پر ضد یو موټی شي او د مشال له پلار سره یوازې د حق غوښتنه وکړي.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption پولیسو وايي د مشال خان وژنې په تور یې اته مشکوک کسان نیولي دي

د ملالې په وینا 'که د دغه ډول کړنو مخه اوس ونه نیول شي، نو سبا بیا هم رامنځ‌ ته کېدلی شي. '

ملالې یوسفزۍ چې د برتانیا په برمنکهم ښار کې اوسېږي د مشال له پلار سره ټیلیفوني خبرې هم کړي دي.‌

د مشال خان جنازه نن (جمعه ۱۴ اپریل) خاورو ته وسپارل شوه.

اړونده مطالب