هغه څه چې مشال سره وشول، تاسې به څه وکړئ؟

د انځور حقوق FACEBOOK

که، که، که.

که ټول هغه بلاګ لیکوال چې سپکاوی کوي پر دار ځړول شوي وای، داسې به نه کېدل.

که ممتاز قادري نه وای اعدام شوای، داسې به نه کېدل.

که مدرسې نه وای، داسې به هېڅکله نه وای شوي.

که موږ د اسلام پر لار ښوونو سم عمل کړی وای، داسې به هېڅکله هم نه کېده.

که موږ سم مسلمانان هم نه، خو سم انسانان وای، داسې به هېڅکله نه کېدل، موږ حیوانان یو حیوانان.

سپین کاغذ مې مخې ته پروت و. قلم مې راپورته کړ او کاغذ د کفن په څېر راته ښکاره شو. زړه راته وویل، ورځه! د کفنونو سوداګري پیل کړه!

بیا مې زړه کې راتېره شوه، پر کفن خو یوازې د شهادت کلمه لیکل کېږي.

هغه شاهدي چې مردان کې ورکړل شوه، د هغې لپاره له ایمانه ډکې سینې او په موبایلونو سمبال سلګونه ځوانان وو.

که حکومت ځوانانو ته د اسلامي لار ښوونو له وریادولو وروسته خپله پرې عمل نه کوي، نو دغه خلک څه وکړي؟

که د هېواد تر ټولو زوروره اداره وايي، چې له فکري دښمنانو د ځان ژغورنې یوازینۍ لاره دا ده، چې دین ته د سپکاوي کولو تور پرې ولګوه، نو یو مړژواندی مسلمان هم نه شي کولای کور کې کښېني.

ایا موږ توانیدلي یو، له خپل بهرني بې رحمه دښمنه ټولې جګړې وګټو، چې اوس مو داسې یوه جګړه پیل کړه، چې هر کور کې به روانه وي؟

زموږ دولت له مخکې د خپلو مخالفانو ځپلو لپاره ډېرې لارې چارې لري، تري تم کېدل، زندانونه، ربړونې او اقتصادي جبر، خو ایا اوس یې پرېکړه کړې، چې که د چا شاعري یې خوښه نه شي، که د چا فېسبوکي پیغام یې خوښ نه شي، نو لومړی به ورته د ګڼې، ګوڼې احساسات راپاروي او بیا به مخالفانو ته ورپرېښوول کېږي.

پاکستان کې اوس دومره جوماتونه ودان شوي، چې مخکې یې ساري نه وینو، د اسلامي لارښوونو پریمانه خبرې کېږي، خو ایا د پاکستان نظریه دا ده، چې د رسول الله د هر عاشق په زړه کې داسې شکونه وټوکېږي، چې نعوذ باالله څنګ ته ولاړ لمونځ کونکی یې ښايي دین ته سپکاوي والا وي.

که مساله تر مدرسو او مسلکونو پورې لنډه وای، تاسې به بیا بیا عملیات کول، خو د مردان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي کې څه لوستل کېدل.

که هغسې چې هوښیاران له کلونو راهیسې موږ ته وايي، ستونزه بې سوادي وي، نو هغو میلیونونو بې سواده ماشومانو ته سلام، چې هېڅکله یې په هېڅ یوه ټولګي کې پل نه دی ایښی، ښايي همدغه بې سواده ماشومان د هېواد راتلونکی وي.

که د انسانانو او حیوانانو خبرې کوئ، د یو څو شېبو لپاره خبرونه پرېږدئ، چینل بدل کړئ، پر اینیمل پلانټ حیوانات وګورئ، چې نور ځناور وژني.

خو هغوی د خپلې خیټې ډکولو لپاره نور وژني، یا د خپلو بچو ژغورنې لپاره، البته داسې حېوان تر اوسه نه دی لیدل شوی، چې د دښمن له وژلو وروسته د هغه مړی په کاڼو وویلي یا یې تصویرونه واخلي، چې بیا وروسته یې له کتلو خوند اخلي.

هغه چې اګر، مګر کوي، پر خپله زړه لاس کېږدئ، د شهادت کلمه ووایاست او فکر وکړئ، که تاسې مور یا پلار یاست، که سهار خپل یوازینی اولاد پوهنتون ته د ژورنالیزم زده کړې لپاره ولېږئ، زوی مو کورته ستون نه شي او د مړي رسېدو پر ځای یې خپور شوی ویډيويي کلیپ درته راشي، چې په کې یې همزولي، ملګري او ښايي ټولګیوال هم هغه څه کوي، چې مشال سره وشول، تاسې به څه کوئ؟

خدای مه کړه کومه مور یا پلار داسې ورځ وویني، خو هغه چې داسې ورځ یې ولیده، ټول عمر به وايي، چې ما خو یې له زېږېدو وروسته غوږ کې اذان کړی و، د ماتې، ګوډې ژبې له زده کېدو سملاسي وروسته مې د شهادت کلمه ور زده کړې وه. کله چې پنځه کلن و، د جمعې لمانځه لپاره مې جومات ته بیولی و.

هلته به یې یو، بل لور کتل او بیا به یې په دومره معصومیت سجده کوله، چې څنګ ته پر لمانځه ولاړ کسان به یې مسکي شول. زما زوی خو ټول عمر له مشرانو سره په لوړ غږ خبره نه وه کړې، هغه څنګه کولای شي د نړۍ تر ټولو د سپیڅلي شخصیت په شان کې د بې ادبي کولو فکر هم وکړي، خو، خو، که داسې یې کړي وای، ما به یې په خپل لاس...

اړونده مطالب

ورته مطالب