د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د مشال خان وژنه غندلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شريف د مشال خان وژنې غندلې او ويلي يې دي "دا هېڅ د منلو نه ده چې خلک دې قانون په لاس کې واخلي".

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوی زده کوونکي مشال خان پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده.

مشال خان تېره پنجشنبه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور محصل وژلی

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

ملالې یوسفزۍ د مشال خان وژنه ترهګریز عمل وباله

لومړي وزير په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، "په عبدالولي خان پوهنتون کې د بې حسه خلکو له خوا د مشال خان پر مړينه ډېر خپه يم".

نوموړي ويلي "ټول بايد په ګډه د دې جرم غندنه وکړو". په اعلاميه کې راغلي "دا هېڅ د منلو نه ده چې خلک دې قانون په لاس کې واخلي".

په ورته وخت کې د پاکستان جماعت علما‌ء‌ اسلام (سميع الحق ډلې) مشر مولانا سميع الحق هم د مشال خان وژنه غندلې ده.

نوموړي ويلي د اسلام په نامه د يو چا وژل په اصل کې د اسلام بدنامول دي او هېڅوک نشي کولي د تور پر بنسټ څوک ووژني.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان جماعت علما اسلام (سميع الحق ډلې) مشر مولانا سميع الحق هم د مشال خان وژنه غندلې ده.

همدارنګه په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال مردان ته تللی او د وژل شوي محصل مشال خان له کورنۍ سره يې خواخوږي کړې ده.

و يل کېږي، مشال خان یو له هغو ځوانانو و چې د فيس د زياتېدو له کبله يې د پوهنتون د مشرتابه پر ضد مظاهرې کولې.

په مردان کې د دې پېښې په اړه ۱۳ تنه نيول شوي. په دوی کې څلور تنه د پوهنتون کارکوونکي دي. له دغو نیول شويو کسانو اته تنه محکمې ته وړاندې شوي او امر شوی چې څلور ورځې د پوليسو په ولکه کې تېرې کړي.

ورته مطالب