ویاندویان خو تل نیول کېږي!

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption احسان الله احسان خبریالانو ته فېسبوک کې نه یوازې دا چې د ملګرتیا غوښتنې لېږلې، بلکې خپل تصویرونه یې هم خپروول

پاکستان پوځ ویلي، د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان د دوی په زندان کې دی. د دوشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې د پاکستاني پوځ رسنیزې څانګې مشر جنرال اصف غفور دغه څرګندونې کړې. بل لور ته د سخت دریځو وسله والو سرچینو ویلي، احسان الله احسان په خپله خوښه او د خپل خوندیتوب لپاره ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

احسان الله احسان پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو ډلو درېیم ویاند دی، چې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي. له دې مخکې د پاکستاني طالبانو لومړنی رسمي ویاند مولوي عمر او د سوات طالبانو ویاند مسلم خان هم ژوندي نیول شوي دي.

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډله څوک دي؟

د پاکستاني طالبانو ویاند له دندې ګوښه کړل شو

دغه راز د ډېری سخت دریځو ډلو مشران یا خو پوځي عملیاتو کې نیول شوي او یا د امریکايي بې پيلوټه الوتکو بریدونو کې وژل شوي دي، خو د ویندویانو خبره بېله ده. د پوځي ویاند اصف غفور له لوري د احسان الله احسان نیول کېدو خبر له هغو ګنګوسو وروسته تایید شوی، چې ګواکې د سخت دریځو یو مهم کس نیول شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption احسان الله احسان د سخت دریځو ډلو منځ کې هم ناندریز شخصیت بلل کېده

احسان الله احسان د سخت دریځو له هغې ډلې و، چې رسنیو کې خپل شتون ډېر ستايي. نوموړی د ډېرو فعالو (ویندویانو) له ډلې یو و، چې نه یوازې د ټي ټي پي، بلکې تر ډېره مهاله یې له دوی نه د بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار ویاندوی هم کوله.

نوموړي خبریالانو ته فېسبوک کې نه یوازې دا چې د ملګرتیا غوښتنې لېږلې، بلکې خپل تصویرونه یې هم خپروول او د امکان تر حده یې ټیلیفوني خبرې کولې. جماعت الاحرار دا وروستیو کې د نوي ویاند ټاکلو په تړاو ویډیويي پیغام خپور کړی و، خو خپله د احسان الله احسان د مبارکۍ پیغام یې هم یوه برخه وه.

دا معلومه نه ده، چې نوموړي د نوي ویاند له ټاکل کېدو مخکې دغه پیغام ثبت کړی و که نه. احسان الله احسان د سخت دریځو ډلو تر منځ هم ناندریز شخصیت و. پاکستاني طالبانو یو ځل نوموړي د مرکزۍ ویاندۍ له دندې ګوښه کړی و او د ده پر ځای یې خپل یو قومندان چې شیخ مقبول نومېده، د ویاند په توګه ټاکلی و.

په یوه پاڼه کې، چې ۲۰۱۳ کال کې شمالي وزیرستان کې خپره شوې وه، پر نوموړي تور لګېدلی و، چې ګواکې د خپلو څرګندونو له لارې یې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د اختلاف رامنځته کولو هڅه کړې او له همدې کبله له دندې ګوښه شوی دی.

د پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه نوموړي پر ملاله یوسفزۍ د برید مسوولیت هم منلی و. له دې مخکې ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان د هغه مهال کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي و، هغه کس ته به ۲۰ میلیونه روپۍ ورکړل شي، چې د احسان الله احسان په هکله نور معلومات ورکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه پر ملالې یوسفزي د برید مسوولیت منلی و

رحمان ملک ویلي و، چې احسان الله احسان د طالبانو له ډلې نه دی، بلکې په وینا یې په هېواد کې د پردیو لپاره کار کوي. د دریو سخت دریځو ډلو د ویاندویانو ورته برخلیک حیرانونکی دی. د تېر کال دسمبر کې یوې پوځي محکمې مسلم خان محکوم کړ.

د مولوي عمر د برخلیک په اړه پاکستاني پوځ څه نه دي ویلي. حکومت دا هم نه دي ویلي، چې احسان الله احسان په کومو شرطونو ځان حکومت ته سپارلی. هغه کوم جوړ جاړی و؟ د نورو سخت دريځو ډلو لپاره دغه جوړ جوړجاړی خطرناک ثابیتدی شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب