د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی

د انځور حقوق FB
Image caption مشال خان د پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی و،

د مردان د پولیسو مشر عالم خان شینواري وايي هغه ځوان چې په مشال یې ډزې کړې وې نیول شوی دی. دغه ځوان عمران خان نومېږي او د ژونالیزم په پوهنځي کې د مشال ټولګيوال و.

تر اوسه د مشال د وژنې په تور شاوخوا ۴۱ کسان نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا عمران خان منلې چې پر مشال ده ډز کړی.

'د مشال وژل که د منځنیو پېړیو وحشت'

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

په یوه خبري غوڼده کې ښاغلي شینواري وویل دوی هڅه کوي، چې پر خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو په مرسته ښکیل کسان وپېژني او ونیسي. نوموړی زیاته کړه دوی ډېره هڅه کوي، چې کوم بې ګناه کس ونه نیول شي.

مشال خان د روانې مياشتې پر ۱۳ نېټه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د مشال خان یاد

د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه ځوان مشال خان په رښتيا دین ته سپکاوی کړی.

ښاغلی شینواری زیاتوي چې په ټولو نیول شویو کسانو کې شپږو کسانو د مشال د وژنې په پېښه کې ښکېلتیا منلې.

دا هم ولولئ:

+ مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"

+ "ځوانان دې د مشال خان انساني لار وپالي"

ورته مطالب