پښتونخوا کې د نامعیاري درملو کاروبار زیات شوی

Image caption پر ډاکټرانو هم تور لګېږي چې نامعیاري درمل خلکو ته ور کوي.

په پښتونخوا کې د جعلي يا نامعياري درملو کاروبار زيات شوی او ورسره د خلکو د روغتیا خرابېدلو شکایتونه هم ډېر شوي.

په مرکزي ښار پيښور کې درمل پلوري وايي، د معياري فابريکو د درملو بيې لوړې دي او اکثره خلک د دغو درملو د اخیستلو وس نه لري. د دوی په خبره، همدغه وجه ده چې خلک د بهرنیو فابريکو د داروګانو پر ځای د هېواد جوړ درمل اخلي چې اکثره غير معياري وي.

* انټي بیوټیک درمل؛ که لوی ناورین؟

* د وژونکیو وژونکی مار د ناروغیو درمل وبلل شو

درمل پلوری اعجاز حسين وايي، په تيرو دريو کالو کې د درملو بيې دوه سوه سلنه لوړې شوې. هغه زیاتوي، په ځينې فابريکو کې د تاریخ تېر درملو د پلورنې، له دې مرکزونو د دا ډول درملو د نه ټولولو او د مودې د بدلولو تورونه هم لګېږې خو څوک یې پوښتنه نه کوي.

نوموړی پر ډاکټرانو هم تور لګوي چې د خپلو پيسو (کميشن) لپاره نامعيارې درمل ناروغانو ته ليکي.

يو تن ذکاوالله چې د دارو اخیستلو لپاره بازار ته راغلی بي بي سي ته وويل، د داروګانو بيې لوړې شوې او معيار پريوتی دی. هغه له حکومت نه وغوښتل چې د نامعياري درملو د کاروبار د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونو پورته کړي.

Image caption درمل پلوري وايي، په تېرو دوو کلونو کې د درملو بیه ۲۰۰ سلنه پورته شوې.

پر ډاکټرانو د نامعياري داروګانو د ليکلو تور لګول کيږي، خو ډاکټر صفیي الله وايي، په مسلکي ډاکټرانو کې د نامعياري داروګانو د ليکلو کچه کمه ده: " د ښار په پرتله په کليو کې د غير معياري داروګانو کاروبار زيات دی ځکه هلته زياتره هغه ډاکټران کار کوي چې راجسټر نه وي".

د هغه په خبره، دا جعلي او نا معياري کاروبار ځکه هم زيات دی چې اکثره هغه فابريکې چې غير معياري درمل جوړوي حکومت راجسټرډ کړې.

* دریو هېوادونو کې د ملاریا ضد لومړنی واکسین پیلېږي

* درمل پلورونکي وايي له پاکستانه به درمل نه واردوي

"يوه فابريکه چې له حکومت سره راجسټر وي او نامعياري درمل جوړوي، نو تړل یې د ډاکټر نه بلکې د حکومت ذیمواري ده".

د نوموړي په خبره، ځينې داسې فابريکې هم شته چې په خپلو داروګانو د بهرنیو فابريکو ليبل لګوي او په ګرانه بيه یې خرڅوي.

Image caption ځینې فابریکې د بهرنیو کمپنیو نښې پر خپلو درملو لګوي.