''پر مشال خان ډزې کونکي د خپل جرم اعتراف کړی''

د انځور حقوق DPO MARDAN
Image caption پولیسو د مشال خان وژنې قضیه کې ۴۷ مشکوک کسان نیولي دي

د خیبر پښتونخوا عبدالولي خان پوهنتون محصل مشال خان وژنې قضیه کې یوه مشکوک کس عمران علي پر مشال خان د ډزو کولو اعتراف کړی دی.

وړمه ورځ د مردان پولیسو مشر عالم خان شینواري ویلي و هغه ځوان چې په مشال یې ډزې کړې وې نیول شوی دی.

د پاکستاني ډان رسنیو رپوټونو کې د پولیس چارواکو له قوله ویل شوي، چې نوموړي دغه اعتراف د مردان یوه ځایي محکمه کې کړی دی.

د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی

'د مشال وژل که د منځنیو پېړیو وحشت'

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

نوموړی د روانې اونۍ لومړیو کې نیول شوی و. رپوټونو کې ویل شوي عمران علي د مشال خان ټولګیوال او د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل و.

له محاکمې مخکې عمران علي د یاد پوهنتون پر چارواکو تور پورې کړی و، چې ګواکې دوی هم د مشال خان په وژنه کې لاس درلود. ځايي پولیسو د مشال خان وژنې په تورټولټال ۴۷ مشکوک کسان نیولي دي.

یوه خبري غوڼده کې ښاغلي شینواري وویل دوی هڅه کوي، چې پر خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو په مرسته د مشال خان وژنه کې ښکیل کسان وپېژني او ونیسي. نوموړي زیاته کړه دوی ډېره هڅه کوي، چې کوم بې ګناه کس ونه نیول شي.

مشال خان د روانې مياشتې پر ۱۳ نېټه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب