پېښور زلمي لوبډله د افغان کډوالو لپاره سیالي کوي

پښتونخوا افغان کډوال
Image caption د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدی

د پاکستان سوپر لیګ اتلولیو ګټونکې لوبډله، پېښورزلميان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د کرېکټ سیالي کوي. د دوی په وینا موخه يې دغو کډوالو پر څېرو خوشحالي راوستل دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ او ځينو نورو نړیوالو ټولنو په مرسته به دغه دوې ورځنۍ سیالۍ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره کېږي، چې د کډوالو لوبغاړو تر څنګ به په کې د پښتونخوا او د پاکستان له بېلو سیمو لوبغاړي هم ګډون وکړي.

پېښور زلمیانو د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

پاکستان سوپرلیګ: کویټه ګلډیټرز پایلوبې ته لار ومونده

د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه: لاهور کې کلک امنيتي تدابیر

د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاوېد اپریدی وايي، له دغو سیالیو يې موخه د کډوالو ستونزو ته پام اړول او د لوبو له لارې د هغوی د مينې بڼه نړۍ ته څرګندول دي. په دغه اتلولیو کې به ټولې اووه لوبډلې ګډون وکړي.

د پښتونخوا په شمول د پاکستان په بېلو سیمو کې لاهم په لکونو افغان کډوال د کډوالۍ ژوند تېروي، چې لومړی ځل يې د ځوانانو لپاره دغه ډول لوبې ترسره کېږي.

تردې وړاندې پېښورزلمي لوبډلې د قبایلي سیمو لپاره هم ځانګړې اتلولۍ ترسره کړې، چې په کې د ډيورنډکرښې دواړو غاړو قبایلي ځوانانو ګډون کړی و.

ښاغلی اپریدی وايي، افغان کډوال له تېرو دریو لسیزو راهیسې ځورول کېږي. نوموړی وايي د هغوی درد احساسوي او دا د ځان مسوولیت بولي، چې د دوی لپاره تر خپله وسه غږ پورته کړي.

ټاکل شوې چې د افغان کډوالو لپاره په جوړو شویو دغو سیالیو کې به د پاکستان لپاره افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر اندریکا او د پاکستان د قبایلو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ هم ګډون وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب