خور او ورور ۶۵ کاله وروسته ولیدل، خو په ژبه نه سره پوهېدل

د انځور حقوق .
Image caption جهان سلطان لس کلنه وه، چې بې درکه شوې وه

د خيبر پښتونخوا ایالت د بر دير سیمې یوه مېرمن له بې درکه کېدو ۶۵ کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه او ډېرې اوښکې یې تویې کړې.

۷۵ کلنه جهان سلطان ۱۰ کلنه وه، چې بې درکه شوې وه او د خواله رسنیو له لارې د یو بل له موندلو وروسته د پنجشنبې پر ورځ واهګه سیمه کې د پاکستان او هند پر پوله د خپلې کورنۍ غړو ته سپارل شوې ده.

کله چې سلطان جهان د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وه او دیر کې لومړی ځل د ویډیويي چیټ له لارې له وروڼو سره غږېده، له خوښۍ بې هوښه شوې وه.

د انځور حقوق .
Image caption ۶۵ کله وروسته له خپلو خپلوانو سره

سلطان جهان د مور، پلار مشره لور وه، چې د بې درکه کېدو پر مهال د هغې وروڼه درې، څلور کلن وو، خو اوس هغه سپین ږيري دي.

د نوموړې ورور انعام الدين له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، تر دېرشو کلونو یې د خور لټون کاوه، خو وروسته ستړي شول. نوموړي هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې جهان سلطان یې په بدو کې د (سورې) په توګه چارسده کې واده کړې وه.

دغه کورنۍ د بر دیر ګورکوهي عشیري درې غرنۍ سیمه کې اوسي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، جهان سلطان، چې اوس د دریو زامنو او دریو لوڼو مور ده، راولپنډۍ کې نامعلومو کسانو پر یوه هوټلي پلورلې وه او له هغه وروسته د هند تر کنتورل لاندې کشمېر ته لېږدول شوې وه.

د انځور حقوق .
Image caption د وروڼو په لیدو د سلطان جهان له سترګو اوښکې بهیدې

د جهان سلطان ۵۰ کلن ورور انعام الدین وايي، رحیم الدین نومي یوه سړي د خواله رسنیو له لارې د ده او خور تر منځ یې اړیکه ټینګه کړه، خو وايي خور یې د سفر اسناد نه درلودل، چې له کبله یې له پېژندګلوۍ وروسته هم د یوه بل لیدو ته څلور میاشتې انتظار کړی.

انعام الدین وايي، خور یې جهان سلطان په کشمیري ژبه خبرې کوي او په پښتو نه پوهېږي.

بر دير کې د جهان سلطان په کورکې نوموړې ته د هرکلې لپاره د هغې خپل خپلوان یو ځای شوي او کور ته د هغې د رسېدو انتظار کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب