پېښور کې له شمالي وزیرستان نه د بې ځایه شویو احتجاج

د انځور حقوق .
Image caption ۲۰۱۴ کال کې د سخت دريځو خلاف د پاکستاني پوځ ضرب عضب په نامه عملیاتو پر مهال یو شمېر کسان له خپل کور کلي وتلو ته اړ شوي وو.

پېښور کې د شمالي وزیرستان لسګونو بې ځایه شویو کډوالو احتجاجي کمپ لګولی دی.

دغه کسان د میرانشاه ډڼډ درپه خيل اوسېدونکي دي، چې ۲۰۱۴ کال کې د سخت دريځو خلاف د پاکستاني پوځ ضرب عضب په نامه عملیاتو پر مهال له خپل کور کلي وتلو ته اړ شوي وو.

حکومت ویلي و، د ۲۰۱۶ کال تر پایه به بې ځایه شوي خلک خپل کور کلي ته ستانه کړي، خو د پېښور پریس کلب مخکې د احتجاج لپاره یو ځای شوي د ډنډ درپه خېل دغه اوسېدونکي وايي، دوی ته پلمې کېږي او تر اوسه خپلې سیمې ته نه دي لېږل شوي.

"د میرانشاه ۸۰٪ سیمه له طالبانو پاکه شوې"

پاکستاني پوځ وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړي

شمالي وزيرستان کې جېټ الوتکو ۳۰ کسان وژلي

دوی ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا بېلو سیمو کې د خپلوانو کورونو کې او یا هم کرايي کورونو کې اوسېدو ته اړ دي.

د احتجاج کونکو یوه مشر اشرف الله بي بي سي ته ویلي، د داوړو قبیلې ۲۲ کسان د دوی سیمه کې له خپلو مېنو وتلي وو، چې وايي شپږ میاشتې مخکې حکومت د بېرته تلو سندونه هم ورکړي، خو چارواکي یې تر اوسه له ستنولو ډډه کوي.

یوه بل احتجاج کونکي قدر زمان بي بي سي ته وویل، د نډ درپه خيل بې کوره شوي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياتوي دغه بې کوره شوي خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او ماشومان یې د ډول، ډول ناروغیو ښکار شوي دي. حکومت په ډنډ درپه خېل کې د خلکو په نه شتون کې سرشمېرنه پیل کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکومت وزیرستان کې سر شمېرنه پیل کړې

نوموړي د شمالي وزيرستان سیاسي استازي یا پولټيکل ايجنټ هغه ادعا هم رد کړې، ګواکې د سرشمېرنې لپاره یې د بې کوره شویو خلکو د هرې کورنۍ یو کس غوښتی، چې د ټولې کورنۍ په اړه معلومات ورکړي.

یو شمېر احتجاج کونکو ادعا کړې، چې دوی ته ورکړل شوي کوپونونه هم بلاک شوي دي او خواړه نه ورکول کېږي او نه یې کوم چارواکی لیدو ته ورغلی.

احتجاجي کمپ کې د شمالې وزيريستان دغو بې کوره شویو خلکو د پوځي عملياتو په ترڅ کې د خپلو ړنګ شویو کورونو عکسونوهم لګولي وو او شعارونه یې ورکول.

ورته مطالب