پاکستان کې میلیونونو کسانو ته د کفر ویلو په اړه تیلفوني پیغام کې خبرداری ورکړل شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغه تېلیفوني مسېج کې ویل شوي چې پر "انټرنېت د کفري مطالبو خپرول او د هغه شریکول د مجازاتو وړ جرم دی".

پاکستان کې حکومت میلیونونو کسانو ته د موبایل د پیغام له لارې خبرداری ورکړی چې د" کفري" مطالبو شریکول جرم دی.

په دغه تېلیفوني مسېج کې ویل شوي چې پر "انټرنېت د کفري مطالبو خپرول او د هغه شریکول د مجازاتو وړ جرم دی".

دغه پیغام کې د داسې کړنو پر بدل کې د سزا ورکړه "قانوني" بلله شوې او له خلکو غوښتل شوي چې باید "راپور یې ورکړي" چې د دغو کسانو سره "قانوني چلند" وشي.

د دغه هېواد قانون کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي د کفر ویلو سزا مرګ ده.

مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"

پاکستان ټویټر بند کړ

د بشري حقونو ځینې فعالان اندېښنه لري چې د داسې پیغامونو خپرول کولی شي صحرايي محکمو ته لار اواره کړي.

تېرو تجربو ته په کتو اندېښنه دا ده چې د یوه چا د ژوند او مرګ فیصله به افراد کوي نه محکمې.

دا عمل په پاکستان کې غیرمعمول نه دی او داسې بېلګې شته چې خلکو د یوه کس یا ډلې پر وړاندې له دیني احساساتو کار اخیستی دی.

د مشال وژنه

نژدې یوه میاشت وړاندې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د خبریالۍ څانګې زده کوونکی مشال خان په سلګونو قهرجنو خلکو پر انټرنېت اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

د انځور حقوق FB
Image caption تر اوسه د مشال د وژنې په تور ۴۱ کسان نیول شوي دي.

خو د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې مشال خان دې دین ته سپکاوی کړی و.

یوه ملا جنازه نه کوله، بل يې پر ضد نعتونه غږول

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

پاکستان کې د اسلام دین ته سپکاوی حساسه مسله ده او داسې پېښ شوي چې نامسوله ډلو په خپل سر په کفر ویلو تورن کس ته د سزا ورکولو پرېکړه کړې ده.

اړونده مطالب