پاکستان: د سنا مرستیال مشر د ګاډو کاروان ته نژدې چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مولانا عبدالغفور د درملنې لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مرستیال مشر او د جمیعت علمای اسلام ګوند غړي مولانا عبدالغفور حیدري د ګاډو پر کاروان چاودنه شوې چې له امله یې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې چاودنه ماسپښین هغه مهال شوې چې مولانا عبدالغفور حیدري د جمعې مبارکې له لمانځه وروسته ستنېده.

د مستونګ ولسوالۍ روغتیايي چارواکي ډاکټر شیر احمد ستانکزي له بي بي سي سره په خبرو کې په دې چاودنه کې تراوسه د ۲۵ کسانو وژنه تایید کړې او دا یې هم ویلي، چې دې پېښه کې ۳۵ کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند انوار الحق کاکړ وايي، چې په چاودنه کې مولانا حیدري هم ټپي شوی او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.

په چاودنه کې د عبدالغفور حیدري موټر ویجاړ شوی دی، خو چارواکو د دې چاودنې د څرنګوالي په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

د پېښې نور ټپیان د مستونګ ځايي روغتون او رییساني روغتون ته لېږدول شوي، خو سخت ټپیان کوټې ته وړل شوي دي.

امنیتي ځواکونه له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

مستونګ له کوټې سره د یو ساعت په واټن لرې پروت دی، له دې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه او چارواکي په نښه شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption تراوسه د چاودنې د ډول په هکله څه نه دي ویل شوي.

بلوچستان کې پخوا هم د جمعیت علمای اسلام پر مشرانو بریدونه شوي دي.

د ۲۰۱۴ کال اکټوبر کې په کوټه کې د دې ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټر هم ځانمرګی برید وشو.

په برید کې نوموړی بچ شو، خو دوه کسان ووژل شول.

ورته مطالب