'د پاکستان نوي ګام قبایل له کړاو سره مخامخ کړي'

مومندو ایجنسۍ

د ډیورنډ پر کرښې پرته قبايلي سيمه مومند ايجنسۍ کې حکومت د امنيت د ټينګښت لپاره داسې يوشمېر ګامونه پورته کړي چې ورسره د ځايي خلکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی.

مومندو ايجنسۍ کې له تېرو څلور کالو راهیسې حکومت د جوارو په فصل بنديز لګولې چې له کبله خلک له مالي زيان او د خوراک د کمښت له ستونزو سره مخامخ شوي.

د مومند ايجنسۍ امنيتي چارواکي وايي لویو سړکونو ته څېرمه د جوارو په فصلونو کې د وسلوالو د پټېدو په اړه یې اندېښنې زياتې وې نو ځکه د دغه فصل په کرلو بنديز لګول شوی.

ناامنۍ د مومند ایجنسۍ د مرمر ډبرو کاروبار زیانمن کړی

مومندو ایجنسۍ کې څلور ښوونځي الوځول شوي

خو د مومند ايجنسۍ کروندګر وايي په ايجنسۍ کې د وسلوالو د فعاليتونو له کبله زياتره کاروبارونه اغېزمن شوي. دوې وايي د حکومت دغه بندیز دوی د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کړي.

د مومند ايجنسۍ يو کروند ګر شاه نواز ترکزي بي بي سي ته وويل دا چې جوار د کروندګرو مهم عایداتي توکي جوړوي، څاروي پرې مړوي، خو ترڅنګ یې پر کیمیاوي سرې (یوریا) هم بندیز لګولی.

مومندو ایجنسۍ کې د حکومت له خوا د انټرنېټ او ګرځنده ټیلېفون پر کارولو هم بندیز لګول شوی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images)

د سیمې اوسېدونکي وايي، د حکومت په دغه بندیز سره دوی اړ دي، چې د غم او ښادۍ لپاره د خپلوانو خبرولو لپاره سفر وکړي، چې هم یې وخت ضایع کېږي او هم پیسې.

د مومندو ایجنسۍ یو خبریال عبدالله ملک وايي، د موبایل ټیلېفون او انټرنېټ د نشتوالي له کبله یې ډېری وخت کار نیمګړی وي.

د مومند ايحنسۍ له يکه غونډ تحصيل پرته د برو مومندو او کوزو مومندو په ټولو سيمو کې د امنيتي چارواکو لخوا د موټر سايکل په چلولو هم بنديز لګول شوی.

په دې سیمه کې ګڼ خلک خپل کاروبار او زده کوونکي شوونځیو او کالجونو ته تلل.

اړونده مطالب

ورته مطالب