ډيورنډکرښه: په چمن کې د بي بي سي خبریال څه ولیدل؟

ډيورنډکرښه د انځور حقوق KNN

د چمن ډېری وګړيو چې به کله راسره هسې خبرې کولې، نو هلته د پاکستانيو ملېشه ځواکونو پر رول به يې سختې نیوکې کولې، خو چې همغه کس ته به دي د راډيو مايک ونیو، دغه نيوکه به يې پنځوس سلنه کمه شوه او که به دي له همدې کس څخه په مایک کې په اردو کې خبرې وغوښتې، نو نیوکې به يې اتیا سلنه کمې شوې.

د پاکستان ملېشه ځواکونه وايي، په چمن او شاوخوا سیمو کې يې د اولس لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړې او شپه او ورځ ددوی په خدمت کې وي. خو هغه څه چې بي بي سي ولیدل، د اسمان او مځکې توپير يې و.

په چمن کې پر ډيورنډکرښه له افغانستان سره پاکستان یوه دروازه جوړه کړې، چې د ؛دوستۍ دروازه؛ يې بولي، له همدې دروازې سره څېرمه مې وغوښتل، د ملېشه ځواک د یوه سرتېري عکس واخلم او د دې لپاره چې لومړی ورڅخه اجازه واخلم او بیا يې عکس، د هغه لور ته ور رهي شوم.

د شا لخوا درې ځايي وګړیو راپسې ږغ کړل، ؛مه ورځه، پرېږده يې، له دوی سره بايد د خبرو هڅه لا ونه کړې؛. ځکه چې وايي، سړی سپکوي.

د انځور حقوق KNN

په همدې ځای کې مې ولیدل، چې په يوه ډاټسن ډوله موټر کې يې مړی راخیستی و، له کرښې سره څېرمه د چمن غاړې يوه کلي ته يې ووړ، تر ډېرو خبرو او زاریو وروسته يې اجازه ورکړه. ومې غوښتل، د مړي د موټر عکس واخلم، له لرې یوه سرتېري چيغي کړې، ؛مه اخله عکس، دلته راشه، څوک يې او ولې عکسونه اخلې؟؛

لس دقیقې لا نه وې تېرې شوې، یوه مېرمن چې دوه ماشومان يې ګډ په غېږ کې اخیستي و، له يوې بلې سپين سرې ښځې سره د ملېشه ځواکونو خوا ته ورغله. غوښتنه يې ورڅخه وکړه، کلی مې د بارډر ؛کرښې؛ دې غاړې ته دی، له دروازې سره پر څنګ غزېدلې لارې باندې ځو؟

د پاکستانيو ملېشه ځواکونو یوه سرټېري په ډېر اوچت ږغ او غصه کې ورته وویل، بېرته شاته ګرزه، ؛تګ مګ نشته؛.

سپين سرې چې ډېري ګرمۍ او اوږده سفر ستړې کړې وه، دا ږغ مې يې واورېد چې ؛که مې وژنې هم بېرته شاته نه ځم؛. د سرتېري ږغ تر هغه نور اوچت او غصه يې لا نوره زیاته شوه. ؛ګرزه ګرزه، د تګ اجازه هیچا ته نشته؛.

له همدې دروازې سره مې سپين ږيري، سپين سرې، ماشومان او ناروغان ولیدل، چې کرۍ ورځ به يې په سره ګرمۍ او سپېرو دوړو کې د دروازې د خلاصېدو انتظار کاوو، خو ماځيګر مهال به بېرته ستړي ستومانه چمن ته ستانه شوو.

له دې سره چې له کوږک غره نیولې بیا تر ډيورنډکرښې پورې هر ځای د پاکستانیو ملېشه و سرتېري، ټانکونه او لویې پوځي لارۍ تر سترګو کېدې، له کرښې څېرمه په ځينو کلیو کې پاکستاني ځواکونو د پاکستان سپين زرغونه بېرغونه لګولي و.

د انځور حقوق KNN

له یوه کلیواله مې وپوښتل، دا بېرغونه اولس په خپله خوښه لګولي، که ځواکونو؟

ځواب يې و، ؛اولس په خپله خوښه، له یوه مخه، په يوه ورځ، پر هر کور، يو ډول نوي نوي بېرغونه نشي لګولی؛.