برتانیا د پاکستان د هوايي کرښې ۱۳ کارکوونکي خوشي کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption تراوسه معلومه شوې نه ده چې الوتکه ولې تلاشي شوې ده.

د پاکستان د ملي هوايي کرښې یا پي ای اې ویاند وايي، برتانوي چارواکو د دې هوايي کرښې ۱۳ کارمنان خوشي کړل.

دا کسان یې د دوشنبې په ورځ هیترو هوايي ډګر کې نیولي وو.

مشهود تاجپور له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دا کارمنان له اسلام اباد لندن ته د ۷۸۵ الوتنې عمله وه او برتانوي چارواکو د تلاشي لپاره د الوتکې په ایسارولو سره د هغې کارکوونکي هم ایسار کړي وو.

* پي اى اې کندهار ته خپلې الوتنې ځنډولې دي

* د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل

د هغه په خبره، له دوو ګړیو تلاشي وروسته الوتکه پاکه وبلل شوه او کارکوونکي یې هم خوشي شول.

"تراوسه دا معلومه نه ده، چې د برتانوي چارواکو څه اندېښنه وه، کوم چا د څه په اړه خبر ور کړی و، یا دودیزه تلاشي وه، تراوسه څه ویلی نه شم".

مشهود تاجور دا هم وویل، په لندن کې له چارواکو اړوند معلومات ترلاسه کوي، خو که اړتیا شي نو د لویو چارواکو په مټ به له برتانوي چارواکو سره اړیکي ونیسي.

د انځور حقوق EPA
Image caption الوتکه او عمله یي له دوو ګړیو وروسته خوشي شوي دي.