ډيورنډ کرښه: په چمن کې د بي بي سي خبریال څه ولیدل؟

ر
Image caption د افغان او پاکستاني ځواکونو تر نښتې وروسته چمن دروازه وتړل شوه.

د چمن ډېری وګړيو چې به کله راسره هسې خبرې کولې، نو هلته د پاکستانيو ملېشه ځواکونو پر رول به يې سختې نیوکې کولې.

خو چې همغه کس ته به دې د راډيو مايک ونیو، دغه نيوکه به يې پنځوس سلنه کمه شوه او که به دې له همدې کس په مایک کې په اردو کې خبرې وغوښتې، نو نیوکې به يې اتیا سلنه کمې شوې.

د پاکستان ملېشه ځواکونه وايي، په چمن او شاوخوا سیمو کې يې د ولس لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړې او شپه او ورځ د دوی په خدمت کې وي. خو هغه څه چې بي بي سي ولیدل، د اسمان او مځکې توپير يې و.

* د چمن نوي کمپ کې د بې ځایه شویو خلکو حال

* "پاکستان له کورونو وشړلو خو مرسته را سره نه کوي"

* "د ډيورنډ کرښې په نوم شوې تاريخي تېروتنه باید سمه کړل شي"

په چمن کې پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره پاکستان یوه دروازه جوړه کړې، چې د دوستۍ دروازه يې بولي، له همدې دروازې سره څېرمه مې وغوښتل، د ملېشه ځواک د یوه سرتېري عکس واخلم او د دې لپاره چې لومړی ورڅخه اجازه واخلم او بیا يې عکس، د هغه لور ته ور رهي شوم.

د شا لخوا درې ځايي وګړیو راپسې ږغ کړل، "مه ورځه، پرېږده يې" "له دوی سره بايد د خبرو هڅه لا ونه کړې. ځکه چې وايي، سړی سپکوي".

په همدې ځای کې مې ولیدل، چې په يوه ډاټسن ډوله موټر کې يې مړی راخیستی و، له کرښې سره څېرمه د چمن غاړې يوه کلي ته يې ووړ، تر ډېرو خبرو او زاریو وروسته يې اجازه ور کړه.

ومې غوښتل، د مړي د موټر عکس واخلم، له لرې یوه سرتېري چيغې کړې، "مه اخله عکس، دلته راشه، څوک يې او ولې عکسونه اخلې؟"

Image caption پاکستان له سیمې خلک بې ځایه کړل، خو همدا خلک وايي، چې هیڅ اسانتیاوې یې ورته برابرې نه کړې.

لس دقیقې لا نه وې تېرې شوې، یوه مېرمن چې دوه ماشومان يې ګډ په غېږ کې اخیستي وږ، له يوې بلې سپين سرې سره د ملېشه ځواکونو خوا ته ورغله.

غوښتنه يې ورڅخه وکړه، کلی مې د بارډر ؛کرښې؛ دې غاړې ته دی، له دروازې سره پر څنګ غځېدلې لارې باندې ځو؟

د پاکستانيو ملېشه ځواکونو یوه سرټېري په ډېر اوچت ږغ او غوسه ورته وویل: "بېرته شاته ګرځه، ؛تګ مګ نشته".

سپين سرې چې ډېرې ګرمۍ او اوږده سفر ستړې کړې وه، دا ږغ مې يې واورېد چې "که مې وژنې هم بېرته شاته نه ځم".

* "پر ډيورنډ کلي او کورنۍ نه پرېږدو"

* د چمن نوي کمپ کې د بې ځایه شویو خلکو حال

د سرتېري ږغ تر هغه نور اوچت او غوسه يې لا نوره زیاته شوه. "ګرځه ګرځه، د تګ اجازه هیچا ته نشته".

له همدې دروازې سره مې سپين ږيري، سپين سرې، ماشومان او ناروغان ولیدل، چې کرۍ ورځ به يې په سره ګرمۍ او سپېرو دوړو کې د دروازې د خلاصېدو انتظار کاوو، خو ماځيګر مهال به بېرته ستړي ستومانه چمن ته ستانه شوو.

له دې سره چې له کوږک غره نیولې بیا تر ډيورنډ کرښې پورې هر ځای د پاکستانیو ملېشه و سرتېري، ټانکونه او لویې پوځي لارۍ تر سترګو کېدې، له کرښې څېرمه په ځينو کلیو کې پاکستاني ځواکونو د پاکستان سپين زرغونه بېرغونه لګولي وو.

Image caption خلک وايي، پاکستانیو ځواکونو په زور د دوې په کورونو خپل بیرغ ځړولی دی.

له یوه کلیواله مې وپوښتل، دا بېرغونه ولس په خپله خوښه لګولي، که ځواکونو لګولي؟

ځواب يې و، "ولس په خپله خوښه، له یوه مخه، په يوه ورځ، پر هر کور، يوه ډول نوي نوي بېرغونه نشي لګولی".