د مشال خان خويندي اوس په کلي کې زده کړې نشي کولی

د انځور حقوق Getty Images

مشال خان هغه زده کوونکی چې دين د سپکاوي په تور وژل شوی، خويندي يې وايي، د وېرې له وجې اوس په خپل کلي کې پوهنتون ته نشي تللی.

د مشال خان پلار اقبال شاعر له بي بي سي سره په خبرو کې او د پاکستان سترې محکمې ته ویلي، د مشال خان تر پېښې وروسته يې نه یواځې لوڼې، بلکې ټوله کورنۍ په خپل کلي کې د خونديتوب احساس نه کوي.

د مشال خان تر وژنې وروسته د پاکستان سترې محکمې د هغه قضیه څېړي، چې نن چهارشنبه يې په اورېدنه کې پلار اقبال شاعر له قاضي همدا خواست وکړ.

د اقبال شاعر وکیل قاضي ته وویل، که د مشال خان د خويندو زده کړو لپاره د اسلام اباد په کوم پوهنتون کې زمینه برابره شي، نو هغوی به بې له وېرې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

قاضي ددې په ځواب کې یواځې دومره وویل، ددوی خونديتوب د پاکستاني ریاست ذمه واري ده؛.

په دې اورېدنه کې د پښتونخوا چارواکو سترې محکمې ته وویل، د مشال خان د وژنې د بېل بېل وډيوګانو له لارې يې تراوسه ۵۷ کسان پېژندلي، چې ۵۳ هغه يې نیول شوي دي.

دې چارواکو وویل، هغه کس چې لومړی يې په مشا ل خان ډزې کړې وې، عمران نومېږي او نیول شوی دی، چې په خبره يې هغه د خپل جرم اقرار هم کړی دی.

په دې اورېدنه کې وویل شول، چې د مشال خان د وژنې پلان څو ورځې وړاندې لا جوړ شوی و، خو پولیسو يې د مخنیوي لپاره هيڅ ونه کړل.

مشال خان د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د سترې محکمې په دې اورېدنه کې د مشال خان د پلار وکیل د محکمې قاضي ته وویل، ددغې پېښې پر وخت د سیمه ييزو پولیسو دوه لوړپوړي مشران په هغه ځاي کې موجود و، چې نه يې د مشال خان ژوند وژغورو او نه هم اوس د هغوی ضد د پولیسو ادارې کوم ګام اخیستی دی.

د محکمې قاضي وويل، د همدې پولیس مشرانو او د پوهنتون چارواکو پر ضد لاهم کوم ګام نه اخیستل، تر کوم لوی جرم کم کار نه دی.