هندۍ مېرمن وايي، پاکستاني ورسره د ټوپک په زور نکاح کړې

عظمی هم له دې مخکې واده کړی و او له پخواني میړه یوه لور لري. د انځور حقوق Getty Images
Image caption عظمی هم له دې مخکې واده کړی و او له پخواني میړه یوه لور لري.

هغه هندۍ ښځه خپل هېواد ته ستنه شوې، چې ادعا کوې یوه پاکستاني د ټوپک په زور ورسره نکاح کړې. یوه ورځ مخکې د اسلام اباد یوې محکمې نوموړې ته اجازه ورکړه، چې خپله هېواد ته لاړه شي.

دغه ښځه عظمی احمدي نومېږي او کله چې واهګه کې د پاکستان او هند له پولې تېرېده هندي دیپلوماتان هم ورسره وو. تر واهګې پورې نوموړې پاکستاني امنیتي کسانو هم بدرګه کوله.

نوموړې پر خپل مېړه طاهر علي تور پورې کړی، چې وهله ټکوله یې، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.

د هند بهرنیو چارو وزیرې سشماسوراج د عظمی هرکلي ته ورغلې وه.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې کشمېر کې د دواړو هېوادونو پوله ساتو ځواکونو تر منځ تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې او پاکستان له دې مخکې د جاسوسۍ په تور کلبهوشن یادېو نومي یوه هندي سړي ته د اعدام سزا ورکړې.

ډيلي ته له رسېدو وروسته نژدې ۲۰ کلنې عظمی ویلي پاکستان د 'مرګ لومه ' ده. نوموړې یوې خبرې غونډې ته ویلي:

''ما داسې ښځې هلته ولېدې، چې د کورنیو په خوښه هلته واده شوې او اوس په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي. هلته په هر کور کې دوې، درې او ان څلور مېرمنې ژوند کوي. که زه هلته د څه نور وخت لپاره پاتې شوې وای، مړه کېدم '' .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عظمی ته اسلام اباد کې محکمې اجازه ورکړه چې هند ته ستنه شي

رپوټونو کې ویل شوي، نوموړې ماليزیا کې له طاهر علي سره لیدلي وو او له هغه سره یې مینه کړې. د روانې میاشتې لومړیو کې هغه پاکستان ته تللې وه او ادعا کوي، چې نوموړې پاکستان ته د سیل په پلمه راوستل شوې او په زور واده ته اړ کړل شوې وه.

د پاکستان له لوري حال

محمد الیاس خان، اسلام اباد

که څه هم داسې ډېر ثبوتونه شته، چې عظمی په خپله خوښه پاکستان ته سفر کړی دی، خو دا معلومه نه ده، چې ولې یې فکر کې بدلون راغلی. طاهر علي وايي مالیزیا کې یې له عظمی سره له لیدو او واده کولو له پرېکړې وروسته پلار د پاکستان ویزا لګښت پر غاړه اخیستی.

د نوموړې دا خبره، چې د 'ټوپک ' په زور واده ته اړایستل شوې، ځکه په اسانۍ زړه ته نه لوېږي، چې نوموړې بونیر کې له طاهر علي او د هغه له خپلوانو سره یو ځای محکمې ته د نکاح لپاره تللې.

هغه چارواکي، چې دغه نکاح یې رسماً ثبت کړې وايي، داسې نه ښکارېده، چې ګواکې دغه ښځه په زوره نکاح کېږي. طاهر علي ادعا کوي، چې د هند کونسلګرۍ چارواکو پر هغې فشار راوړی، چې پرېکړه بدله کړي.

د پاسپورټ بندول او بد چلند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړې محکمې ته ویلي و، چې طاهرعلي بله مېرمن هم درلوده، څلور اولادونه یې درلودل او دا هر څه یې دې ته نه و ویلي.

د مې میاشتې پر ۱۲ مه نوموړې د اسلام اباد ستره محکمه کې عریضه کړې وه، چې میړه یې ورسره بد چلند کوي او سفري اسناد یې ځکه ترې اخیستي، چې و نه شي کړای له پاکستانه بهر سفر وکړي.

نوموړې محکمې ته دا هم ویلي و، چې طاهرعلي بله مېرمن هم درلوده، څلور اولادونه یې درلودل او دا هر څه یې دې ته نه و ویلي.

عظمی هم له دې مخکې واده کړی و او له پخواني میړه یوه لور لري. د نوموړې مدافع وکیل محکمې ته ویلي و، چې د عظمی لور د تهلاسیمیا ناروغه ده او ځکه باید عظمی ته اجازه ورکړل شي، چې بېرته هند ته ستنه شي.

اسلام اباد کې د بي بي سي له خبریال الیاس خان سره خبرو کې طاهرعلي ادعا کړې، چې پرې لګېدلي تورونه دروغ دي.

نوموړي ویلي عظمی د ده له مخکيني واده خبره وه او ځان 'خواشینی ' بولي، چې د محکمې تر څارنه لاندې ورته له هغې سره د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې. هغه وايي دی 'باوري ' دی، چې د دغه بحران له پای ته رسېدو وروسته به هغه له ده سره یو ځل بیا اړیکه ونیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب