کوټه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی او بل ټپي شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۷ کال په کوټه کې پر پولیسو څلورم برید دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان یو پولیس چارواکی ( ډي اېس پي) وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

خبریال محمد کاظم ته د کوټې یوه امنیتي چارواکي ویلي د عمر رحمان په نوم دغه امنیتي چارواکی او څارنوال بلال جومات ته روان وو، چې له برید سره مخ شول.

د نوموړي په خبره، په ټپټپي( موټر سایکل) سپرو وسلوالو له جومات سره نږدې پر دواړو ډزې وکړې او سخت یې ټپیان کړل.

* په کوټه کې وير او کاربنديز

* د بلوچستان په ګوادر کې وسله والو ۱۰ کارګر وژلي

دغه چارواکی زیاتوي چې د سختو ټپونو له امله عمر رحمان مړ شو.۔

له دې مخکې د عمر رحمان ورور شمس چې ورته دنده یې درلوده په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د بلوچستان وزیر اعلی نواب ثناالله زهري پر دې پېښه خواشیني ښودلې او غندلې یې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کوټه کې تېر کال پر پولیسو ډېر مرګونی برید په اکټوبر کې وشو چې له ۶۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

دا روان کال په کوټه کې پر پولیسو څلورم برید دی.

له دې مخکې په دریو بریدونو کې یو پولیس چارواکی او درې سرتېري وژل شوي وو.

تېر کال هم په بلو چستان کې په چاودنو او هدفي وژنو کې له سلو ډېر پولیس او د نورو امنیتي ادارو کسان وژل شوي وو.