''په پاکستان کې ژوندي خلک د اور لمبو کې اوسېږي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طبي کارپوهانو ویلي، خلک باید ډېرې اوبه استعمال کړي او کوښښ وکړي، چې سیوري ته اوسي

په پاکستان کې د هوا تودوخې یوه زوروره څپه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې بې ساري ده. د دغه هېواد هوا پېژندنې ادارې مشر غلام رسول، په وینا د بلوچستان تربت کې د تودوخې درجه ۵۴ درجو ته رسېدلې، چې د نوموړي په وینا پخوا یې په ټول هېواد کې ساري نه ویني.

د نوموړي په خبره له دې مخکې د سند ایالت موهنجو دړو سیمه کې ۲۰۱۰ کال کې د تودوخې درجه ۵۳ اعشاریه درې ته رسېدلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر پاکستانیانو د برېښنا نشتوالي له کبله احتجاج کړی

بل لور ته د پلازمېنې اسلام اباد تر ټولو لوی دولتي روغتون (پمز) مرستیال مشر ډاکټر جاوید اکرم له پاکستانیانو غوښتي، چې د ګرمۍ ډېرېدو له کبله د روژې میاشت کې احتیاطي تدبیرونه وکړي او د ټکنده غرمې پر مهال سرتور و نه ګرځي.

پاکستان کې د روژې پر نوي قانون د بېنظیر بوټو د لور نیوکه

راتلونکي دوه کلونه به ټوله نړۍ ډېره ګرمه وي

هندوستان کې سخته ګرمي، تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي

د نړۍ لومړنی لوبغالی چې ایر کنډېشن لري

بل لور ته د روژې میاشتې اوږدو کې د برېښنا پرچاوۍ خلاف د پاکستان یو شمېر اوسېدونکو احتجاجي غونډې کړې.

د تربت مرستیال ښاروال نثار احمد بي بي سي ته ویلي، دغه ښار کې د سختې ګرمۍ او د برېښنا اوږد مهاله پرچاوۍ له کبله د ښار اوسېدونکي 'په ژوندیني د اور لمبو کې اوسي. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټران وايي، ډېر غوړ لرونکي خواړه باید و نه خوړل شي

د هوا پېژندنې ادارې مشر غلام رسول ویلي، زېری دا دی، چې د سې شنبې په شپه به د هوا تودوخې دغه څپه کمزوري شي.

نوموړی وايي، د هېواد شمالي سیمو کې به د لوېدیځ له لوري بادونه وچلېږي، چې له کبله به یې خیبر پښتونخوا او پنجاب کې وریځې رامنځته شي او تر ۴۸ ساعتونو پورې به دغه څپه پر ځای وي.

نوموړی وايي د دغو بادونو له کبله به سند او بلوچستان کې هم د هوا تودوخه کمه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب