د بلوچستان بل ښار کې هم پر سټایلي ږیرو بندیز ولګېد

ر د انځور حقوق AFP
Image caption ځايي چارواکي وايي، دا یې واک دی چې دا ډول بندیز ولګوي.

د بلوچستان له اوړماړه ښار وروسته په خاران کې هم پر ځانګړی ډول یا سټایل سره د ږیرې پر جوړولو بندیز ولګېد.

ځايي چارواکو سلمانیانو ته خبرداری ور کړی، چې که له بندیز یې پښې واړولې، نو جرمانه به شي.

د خاران د مرستیال کمشنر محمد بخش ساجدي په لاسلیک د مۍ پر ۲۹ جاري شوي لیک کې دا بندیز لګېدلی دی.

* هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي

* هند کې بریتور ژر پر دنده ګومارل کېږي

په دغه لیک کې ویل شوي له ټولو سلمانیانو غواړو چې ږیرې پر ‌ډیزاین ځانګړي ډول یا بله بڼه جوړې نه کړي.

په خبرداري کې راغلي، دا ډیزاین یا ډول د اسلامي دود خلاف ده او ټول کورني او بهرني عالمان یې مخالف دي.

له سلمانیانو غوښتل شوي چې ږیره ساده جوړه کړي، له ډیزاین ډډه وکړي او که داسې یې وکړل، نو له سختې ناغې سره به مخ شي.

د مولوی له شکایت وروسته بندیز

د انځور حقوق iStock
Image caption چارواکي وايي، بندیز د دوی تر ښار محدود دی.

محمد بخش ساجدي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، ځايي مولوي شکایت کړی چې په ډیزاین سره ږیره جوړول ږیرې ته سپکاوی دی.

نوموړی وايي، د ځايي چارواکي په حیث دا واک لري چې دا ډول بندیز ولګوي، ځکه یې له دې شکایت وروسته ټول سلمانیان یوې ناستې ته ور وبلل او دا غوښتنه یې ترې وکړه.

خاران اووه زره وګړي او نږدې شل سلمانیان لري، خو ساجدي وايي، چې دا بندیز یواځې تر ښار پورې تړلی، ځکه یواځې ښاریان ږیرې په ډول یا سټایل سره جوړوي.

تېره اونۍ اوړماړه ښار کې هم ښاروالۍ له سلمانیانو غوښتي چې ږیرې په ډول یا ډیزاین سره جوړې نه کړي، ۔

د ښاروالۍ یو چارواکی عامر اقبال وايي، په یوه غونډه کې یې چې پر دوکاندارانو سربېره سلمانیان هم وو وغوښتل چې ډیزان د ږیرې سپکاوی دی.