پاکستان کې د وسله والو طالبانو لپاره چنده راټولېږي

پاکستان کې د وسله والو طالبانو لپاره چنده راټولېږي د انځور حقوق ABDUL MAJEED

د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د روژې په روانه مياشت کې د افغان طالبانو او په کشمير کې د توندلارو ډلو لپاره چنده ټولېږي.

نن جمعه په جوماتونو کې له افغان طالبانو او د کشمیر له وسله والو سره د مرستې لپاره د چندې اعلانونه وشول او د ځينو ملایانو په خبره ولس تر خپله وسه چنده ورکړې.

د بلوچستان د ږوب ولسوالۍ د لوی جومات امام مولوي الله داد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل"دوی له تېرو څو کلونو راهیسې همداسې چندې د مجاهدینو لپاره ټولوي او نن يې هم د جمعې په لمانځه کې ورته اعلان وکړ".

مولوي الله داد زیاتوي "ولس ورته تر خپله وسه پيسې هم ور کړي" خو دا يې ونه ویل، چې څومره پېسې ټولې شوې.

د افغان طالبانو لپاره دا چنده د کابل تر هغې خونړۍ چاودنې یوازې دوې ورځې وروسته ټولېږي، چې په کې شاوخوا ۹۰ کسان ووژل شول او تر ۴۶۰ زیات ټپيان شول.

طالبانو که څه هم په دغه برید کې خپل او د حقاني شبکې لاس لرل رد کړي خو د ملي امنیت وايي، داسې شواهد لري، چې دغه برید حقاني شبکې د ای اېس ای په مرسته کړی او په پاکستان کې پلان شوی و.

د انځور حقوق A MAJEED
Image caption پاکستان چې له مودې راهیسې ېې کابل او نړیوال د طالبانو پر پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي، د چندې ټولولو دغه اعلانونه لاهم په کې څرګندېږي.

مولوي الله داد د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې غړی دی، چې د ځينو نورو مذهبي ګوندونو په ګډون د مولانا فضل الرحمان سیاسي ډله هم په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ښکاره ملاتړ کوي.

له دې سره پر خواله رسنیو په خپره شوې يوې ويډيو کې د پښتونخوا له يوې نامعلومې سیمې په يوه جومات کې د یوه ملا لخوا د چندې غوښتنه کېږي او دغه ملا ځان د جېش محمد وسلوالې ډلې غړی معرفي کوي، چې وايي"د دوی مجاهدين په دوو محاذنو افغانستان او کشمیر کې له کفارو سره جنګېږي، نو باید کلکه مالي مرسته ورسره وشي".

په ورته وخت کې د ږوب د مولوي الله داد لخوا پر خواله رسنیو یو ليک هم ډېر خپور شوی، چې په کې مولوي الله داد له نورو ملايانو په افغانستان کې د طالبانو لپاره د مرستې غوښتنه کوي او وايي "دغه وسله وال له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي نو باید نصرت يې وشي".

د انځور حقوق FACEBOOK

مولوي الله داد بي بي سي ته په خبرو کې پر خواله رسنیو ډېر خپور شوی ليک هم سم وباله او د دې تاييد يې وکړ.

پاکستان چې له مودې راهیسې ېې کابل او نړیوال د طالبانو پر پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي، د چندې ټولولو دغه اعلانونه لاهم په کې څرګندېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د هر ډول ترهګرو ضد د عملیاتو اعلان کړی و او بیا بیا يې ادعا کړې وه، چې دوی د افغان طالبانو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو ضد عملیات کړي او له خپلې خاورې يې پسې اخیستې.

خو ډېری لاهم پاکستان په دې تورنوي، چې ګواکې دغه هېواد لاهم د ښو او بد وسله والو توپير کوي. ښه وسلوال هغه چې څنګلوری يې وژني، خو ده ته څه نه وايي. او بد هغه چې د دغه هیواد پر ضد يې وسله اخیستې.

اړونده مطالب

ورته مطالب