د مشال خان پلار له مردانه دوسیه لېږدول غواړي

د انځور حقوق Facebook
Image caption مشال خان د اپرېل پر ۱۳ په پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور په تاوتریخوالي او ‌ډزو کې ووژل شو.

د پښتونخوا په مردان د عبدالولي خان پوهنتون کې په ډزو او زور زیاتي سره د وژل شوي زدکوونکي مشال خان پلار د پېښور ستره محکمه کې غوښتنه کړې چې د زوی د وژنې دوسیه دې یې بل ښار ته ولېږدول شي.

زموږ خبریال عزیز الله خان وايي، د مشال خان د پلار اقبال خان وکیل لطیف اپریدي د پېښور له سترې محکمې دا غوښتنه کړې ده.

'د مشال وژل که د منځنیو پېړیو وحشت'

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی

اقبال خان بي بي سي ته ویلي، دی او وکیلان یې وېرېږي چې مردان کې د دوسیې اورولو پر مهال یې امنیت په خطر کې دی.

د هغه په خبره، د پېښور سترې محکمې ته یې دا واک ور کړی، چې له مردان یې کومې بلې ولسوالۍ ته دا دوسیه ولېږدوي، د مردان د ترهګرۍ ضد محکمه کې د دوسیې اورولو پر مهال له ده سره هم څلوېښت پنځوس کسان وي او د ۵۶ تورنو کسانو خپلوان هم وي، چې له امله یې د حالاتو خرابېدلو وېره شته.

د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د زدکوونکي مشال خان د وژنې په تور۵۷ کسان ونیول شول چې زدکوونکي او کارکوونکي پکې دي.

د انځور حقوق AFP

مشال خان د اپرېل پر ۱۳ په پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور په تاوتریخوالي او ‌ډزو کې ووژل شو.

د مشال خان د پلار اقبال خان وکیل لطیف اپریدی وايي، چې پر دغه دوسیه به راتلونکو څو ورځو کې کار پیل شي.

له بلې خوا درې ورځې مخکې د مشال خان دوسیه کې د تورنو کسانو خپلوانو په مردان کې مظاهره کړې وه. دوی غوښتنه کړې، چې دا دوسیه د مردان محکمه کې وچلول شي.

د مشال خان د وژنې په تړاو سترې محکمې د یوه فرمان له مخې د څېړنې ګډه جرګه ګۍ جوړه کړې وه. دا جرګه ګۍ په خپل رپوټ کې وایي، مشال خان د یو منظم پلان له مخې وژل شوی او مذهب ته د سپکاوي کوم ثبوت پرې نشته.

په دې پېښه کې پولیس هم پلټنې کوي، خو د پېښې ویډيو کې پولیس هم لیدل کېږي چې ګوته ورته نیول کېږي، ځکه په لویه کچه د پولیسو خلاف د پلټنو غوښتنه هم شوې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب