د القاعده دننه کیسه، کورنۍ او سیاسي خبرې

د انځور حقوق Cathy Scott-Clark & Adrian Levy

له تورې بورې تښتېدو او ۱۰ کاله وروسته د پاکستان ایبټ اباد کې د وژل کېدو تر مهاله اسامه بن لادن چېرې و او څه پرې تېر شول؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ډېرې اټکلونه شوي، خو اوس په یوه کتاب کې په دې اړه تفصیلي خبرې رامخې ته شوې دي.

'د ایګزایل ' نومي کتاب کې نه یوازې دا ویل شوي، چې اسامه بن لادن، چې ګڼو کسانو او ادارو یې لټون کاوه، څنګه د نړۍ له سترګو پټ و، بلکې دا هم ویل شوي دي، چې د نوموړي پر کورنۍ او تنظیم یې اغېز څه و.

دغه کتاب کیتراین سکاټ کلارک او ایدراین لیوي لیکلی، چې دواړه د څېړنیز ژورنالیزم له کبله خورا مشهور دي. کتاب کې ډېر تفصیل راټول شوی دی او د دغې کیسې د یو شمېر مهمو کسانو مرکې په کې شاملې دي.

کتاب کې نه یوازې د اسامه د ځینو مېرمنو او ماشومانو مرکې شاملې دي، بلکې له یو شمېر استخباراتي کارکونکو سره هم مرکې شوې دي. ښايي دا لومړی ځل دی، چې د اسامه بن لادن کورنۍ د دغې موضوع په تړاو ازادې خبرې کړې دي.

تهران د انځور حقوق THE EXILE
Image caption د اسامه بن لادن مېرمن خیریه او ډېر اولادونه یې ۲۰۱۰ پورې ایران کې وو.

دغه کتاب کې، چې ۶۰۰ مخونه لري یو شمېر نوي رازونه برالا شوي دي:

  • د اسامه بن لادن یوه مېرمن خیریه او اولادونه یې ۲۰۱۰ کال پورې ایران کې وو. دوی کله میلمانه بلل کېدل، کله کډوال او کله هم زندانیان.
د کتاب پښتۍ د انځور حقوق The EXILE
  • ایران ۲۰۱۰ کال کې د اسامه کورنۍ او القاعدع غړي ځکه وتلو ته پرېښودل، چې پېښور کې القاعده یو ایرانی چارواکی تښتولی و او دا یې یو ډول تبادله وه.
  • ایران ۲۰۰۳ کال کې له یوې غیر مستقیمې لارې امریکا ته د اسامه بن لادن کورنۍ سپارلو وړاندیز کړی و، خو امریکا دغه وړاندیز مهم و نه بللو او دا یې رد کړ. هغه مهال د امریکا ډېره توجه پر عراق برید ته وه او دوی غوښتل د عراقي حکومت او القاعده تر منځ تړاو ثابت وکړي.
  • د اسامه دوه ماشومان وتوانېدل له ایرانه وتښتي. ۲۰۰۸ کال کې د اسامه زوی سعد د انګړ له دیواله واوښت او وتښتېد 'سعد وروسته وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.وروسته د اسامه بن لادن ۱۸ کلنه لور ایمان د ایران له یوې مغازې وتښتېده. ایمان له مغازې نه یوه نانځکه واخیسته، غېږ کې یې د ماشوم په څېر ونیوه، مخ یې ټيکري کې پټ کړ او له مغازې ووتله. ایمان سعودي عربستان کې خپل ورور ته زنګ وواهه او هغه ورته وویل، چې سملاسي د سعودي عربستان سفارت ته لاړه شي. ایمان د سعودي عربستان سفارت کې پنځه میاشتې تېرې کړې او وروسته د خپل ورور عمر او وریندارې زینه په مرسته له هغه ځایه ووتله. د ایمان مور نجوه( چې د اسامه لومړۍ مېرمن وه او د سپتمبر ۱۱ له بریدونو دوې ورځې مخکې له افغانستانه وتلې وه) نهه کاله وروسته وتوانېده خپله لور وویني.
  • د االقاعده مرکزي شورا د سپتمبر ۱۱ بریدونو یا (الوتکې پلان) له منلو انکار کړی و او د شورا یو شمېر غړو یې پر ضد غږ پورته کړی و، خو ملاتړ او پلان جوړونه یوه داسې کس کوله، چې د القاعده غړی هم نه و، خو داسې نور پلانونه یې هم جوړ کړي وو.
  • وروسته همدغه سړي د القاعده یو شمېر تښتېدلي مشران د پاکستان کراچۍ په اپارتمانونو کې ساتل.
  • اسامه بن لادن هم څو ورځې کراچۍ کې تېرې کړې او په یوه چاپه کې نژدې وه، چې ونیول شي.
حمید ګل د انځور حقوق The EXILE
Image caption حمیدګل تل ادعا کوله، چې اسامه بن لادن توره بوړه کې وژل شوی دی
  • د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای پخواني مشر جنرال حمیدګل ۲۰۰۵ کال کې د مولانا فضل الرحمان خلیل په لاس اسامه بن لادن ته یو پیغام استولی و او اسامه د دغې لیدنې لپاره له ایبټ اباده قبایلي سیمې ته تللی و 'جنرال حمیدګل به تل ویل، چې اسامه بن لادن پر توره بوړه د امریکا بمبارۍ کې وژل شوی و او امریکایانو دسیسه جوړه کړې وه. '
  • د اسامه بن لادن یو شمېر ماشومان اوتیسټیک و، چې سعد بن لادن هم په کې شامل و.
  • د اسامه بن لادن نورو مېرمنو د هغه پر مېرمن خیریه شکمنې وې، چې ګواکې ایبټ اباد ته د هغې له تلو سره چارواکو ته د نوموړي درک معلوم شو
ابو حفس الموریتاني د انځور حقوق THE EXILE
  • د امریکايي استخباراتي ادارو سي ای اې او ایف بي ای تر منځ د څېړنو څرنګوالي پر سر اختلاف و. سي ای اې د واټر بورډ په ګډون تشدد ته لومړیتوب ورکاوه.
  • امریکا تایلنډ کې د زندانیانو لپاره یو غیر قانوني مرکز درلود، چې ابوزبیده یې هم په کې ساتلی و.
  • د القاعده مرکزي شورا د ابو مصعب الزرقاوي په اړه مثبت فکر نه کاوه. دوی نوموړی بې سواده او احساساتي باله، خو په افغانستان کې له بریدونو وروسته چې د مشرتابه ډېری کسان ووژل شول نو شیخ خالد محمد او الزرقاوي لوی بریدونه تنظیم کړل، چې په کې ګڼ ملکي کسان هم ووژل شول.
ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن کور د انځور حقوق THE EXILE
Image caption ابراهیم، چې د ابو احمد الکویتي په نوم مشهور و د تنظیم پر پېسو ایبټ اباد کې ځمکه وپېرله او کور یې پرې ودان کړ.
  • هغه کس چې اسامه بن لادن ته یې ایبټ اباد کې د اوسېدو زمینه برابره کړې وه او د هغه پالنه یې کوله د کوهاټ اوسېدونکی و او خالد شیخ محمد دغه دنده ورسپارلې وه. د دوی پلرونو کویت کې کار کاوه او له هغه ځایه یې یو بل پېژندلي وو. ابراهیم چې په ابو احمد الکویتي مشهور و، ایبټ اباد کې نهه نمرې ځمکه اخیستې وه او کور یې پرې ودان کړی و. د ښاروالۍ ځايي ادارې د دغه کور په اړه هېڅ نه و ویلي، ان پر دیوالونو یې هم اعتراض نه و شوی، چې له ټاکلې جګوالي یې کچه لوړه وه.
اسامه بن لادن د انځور حقوق THE EXILE

له دې سره کتاب کې ګڼ نور انکشافونه شوي دي، چې د تاریخ هغه پړاو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په کې ډېر څه ویل شوي دي. دغه کتاب هغو ادعاو ورهاخوا کیسه کوي، چې امریکا یا القاعده یې ادعا کوي. د کتاب ځانګړنه دا ده، چې د القاعده دننه کیسه کوي، کورنۍ او سیاسي دواړه پلوه.

د کتاب نوم: د ایګزایل: د فلایټ اف اسامه بن لادن

لیکوالان: کیتهي سکاټ کلارک او ادریین لیوي

خپرندوی

بلومز بري

دغه لیکنه کې ټول خپاره شوي تصویرونه له دا ایګزایل: د ا فلایټ اف اسامه بن لادن نه اخیستل شوي دي، چې ټول حقونه یې له لیکوالانو سره خوندي دي.