وزیرستان کې صنعتي پارک جوړیږي

د انځور حقوق AFP

پاکستاني چارواکو ویلي، شمالي وزیرستان کې صنعتي سیمه جوړوي. دوی وايي دغه سیمه به له افغانستان او مرکزي اسیا سره لار ولري او د دې لپاره ځمکه موندل شوې ده.

خو ځايي اوسېدونکي ځانګړې شوې سیمه ناندریزه بولي.

دغه صنعتي مېنه د میرعلي او میرانشا تر منځ دلویې لارې اوږدو کې جوړیږي. چارواکي وايي، پر دغه پروژه به له درېیو تر څلورو میلیاردو روپیو لګښت کېږي او ۲۰۱۹ پورې به فعالیت پیل کړي.

له شمالي وزیرستان نه د بې ځایه شویو احتجاج

روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

د وزیرستان بې ځایه شويو پېښور کې مظاهره کړې

د فاټا یا قبایلي سیمو سیکرتر ویاند عبدالسلام وزیر بي بي سي ته وویل، قبایلي سیمې پریمانه معدنونه لري او په دغه صنعتي مېنه کې به د سیمې معدنونو اړوند صنعتونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د نوموړي په وینا دغه سیمه ډېورنډ کرښې ته څېرمه غلام خان ته نژدې ده، چې افغانستان او بیا مرکزي اسیا ته لنډه پرته ده. بل لور ته ځايي خلک دغه سیمه ناندریزه بولي. دوی وايي سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال دوی کډوال شوي وو او هغه مهال یو شمېر کسانو د ځايي چارواکو په ملګرتیا د دوی شخصي ځمکه پلورلې ده.

یوه ځايي اوسېدونکي مشرخان وزیر ویلي، دغه ځمکه د حکیم خېل، مبارک شاهي او پیرانو کلي اړوند ځمکه ده، چې له بهره سیمې ته راغلیو کسانو غصب کړې او پلوري یې.

نوموړی وايي، دوی دغه ځمکه په کرایه ورکړې وه، چې اوس یې هغه خلک د لوړ پوړو چارواکو په ملګرتیا پلوري. مشرخان وزیر ویلي، دوی به خپلې ځمکې غصب کېدو ته نه پرېږدي.

خو بل لور ته د فاټا سیکرتر دفتر ویاند عبدالسلام وزیر ویلي، د دوی اسناد ښيي، چې دغه ځمکه ناندریزه نه ده. د شمالي وزیرستان یوه مدني فعال محسن داوړ بي بي سي ته ویلي، شمالي وزیرستان کې ډېری کارونه د ځايي اوسېدونکو له مشورې پرته پیل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نژدې یو میلیون کسان د وزیرستان پوځي عملیاتو پایله کې بې کوره شوي وو

نوموړی وايي، دغه قضیه تر اوسه محکمې کې ده او چارواکو باید لږ تر لږه د محکمې د پرېکړې انتظار کړی وای، چې په وینا یې د کوم بیوزله حق غصب نه شي.

شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال په جون کې د سخت دریځو وسله والو خلاف پوځي عملیات پیل شوي وو.

د دغو عملیاتو پایله کې نژدې یو میلیون کسان له خپلو کورونو تښتېدلي وو، خو اوس ویل کېږي چې ۹۰ سلنه دغه کسان بېرته ستانه شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب