پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۴۲ ته ورسېد

روغتون د انځور حقوق AFP
Image caption د دې ډار شته چې د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د پاکستان حکومتي سرچیني وايي پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې ۴۲ کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰ کسه نور ټپیان دي. د چاودنو پر مهال خلک د اختر لپاره د سودا په رانیولو بوخت ول.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ، ولسي جرګه کې د کرمې ايجنسۍ غړي ساجد توري بې بې سې ته وويل چې چاودنه د پاړه چنار په توري مارکيټ کې شوې.

نوموړي وويل لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وشوه خو چې خلک د چاودنې په ځای کې راغونډ شول نو بيا يوه زوروره چاودنه وشوه.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلی خان پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې غمشریکي کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چاودنې پر مهال خلک بازار کې په سودا اخیستو بوخت ول.

ښاغلی توري اندېښنه څرګندوي چې د مړو شمېر کېدی شي لوړ شي. په وژل شویو کې پولیس هم شته.

ساجد توري وويل عيني شاهدانو ده ته ویلي چې بريد ځانمرګی و.

تراوسه د پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.

د انځور حقوق AFP
Image caption سږکال پاړه چنار کې عیدګاه بازار سره نژدې چاودنه کې ۲۴ کسان ووژل شول.

د کرمې ايجنسۍ يو ځايي خبريال منير حسين توري بې بې سې ته وويل معمولاً په دغه بازار کې ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د ده په وینا: "خلک د روژه ماتې لپاره د سودا اخیستلو او د کوچني اختر رانژدې کېدو لپاره په تیارۍ بوخت ول."

ښاغلي توري وايي، تر چاودنې څو شېبې وړاندې دغه بازار ته نژدې د تحريک حسيني له خوا د امريکا پرضد او د فلسطینيانو په ملاتړ يوه مظاهره پای ته ورسيده.

دی وايي مظاهره کوونکي لا بشپړ خواره شوي نه ول چې چاودنه وشوه.

د پېښې قربانیان کرمې کې تر ټولو نژدې روغتونو ته لېږدول شوي او بيړنی حالت اعلان شوی.

نن سهار د بلوچستان به مرکزي ښار کوټه کې هم چاودنه وشوه چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل. چارواکي وايي، د دغه برید هدف د بلوچستان د پولیسو مشر دفتر و، چې ورسره څېرمه پر څلورلاره شوی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پاړه چنار بې ځايه شوي کسان