پېښور: مفتي شهاب الدین پوپلزی په زور دوبۍ ته استول شوی

پوپلزی د انځور حقوق FB
Image caption د پېښور د قاسم علي خان جومات ملا شهاب الدین پوپلزي د روانې روژې مياشت هم تر پاکستان يوه ورځ مخکې اعلان کړې وه

د پېښور د قاسم علي خان جومات د کمېټې غړي محمد نعمان بي بي سي ته وویل د دې جومات امام مفتي شهاب الدین پوپلزی په زور دوبۍ ته استول شوی دی.

تر دې وړاندې رپوټونو ویل چې نوموړی له تېرو دوو ورځو راهیسې لادرکه دی.

د پېښور ځايي پولیسو بیا بي بي سي ته ویلي، دوی په دې تړاو هېڅ معلومات نه لري.

د ځينو سرچینو په خبره پر ښاغلي پوپلزي فشار و چې د پاکستان د مياشت لیدلو له فدرالي کمېټۍ سره دې یو ځای د راتلونکي کمکي اختر اعلان وکړي.

محمد نعمان د مفتي شهاب الدین پوپلزي د کومېټۍ يو غړی دی، وايي، د کمیټې غړي به ماښام غونډه کوي او له فشارونو سره سره به د اختر په اړه شاهدي ورکوي. نوموړی وایی دوی به د اړتیا په صورت کې له جوماته بهر هم خپله غونډه کوي.

مفتي پوپلزي له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال په روژه او اختر کې ځان ته کمېټه لرله، چې د روژې او اختر مياشت لیدلو اعلان به يې کاوه. په وار وار ښاغلي پوپلزي تر پاکستان مخکې روژه او اختر اعلان کړی.

سرچينې وايي، ځيني پولیس چارواکي تېره شپه (جمعه ماښام) قاسم علي خان جومات ته ورغلي او هغوی ته يې نن (شنبه ماښام) د جومات د بندولو امر کړی چې په دې جومات کې به هېڅ کمېټه نه کښېني.

د انځور حقوق ASIF HASSAN
Image caption د پاکستان د میاشت لیدلو فدرالي کمېټه چې مشري يې مفتي منیب الرحمان کوي، تل پرې تور پورې کېږي، چې د مفتي شهاب الدین پوپلزي د میاشت لیدلو شواهد نه مني

مفتي شهاب الدین پوپلزي د روانې روژې مياشت هم تر پاکستان يوه ورځ مخکې اعلان کړه، چې له هغه حسابه به يې د میاشتې لیدلو لپاره کمېټه نن (شنبه ماښام) کېناستله.

ځينې سرچینې وايي، د پوپلزي ملګري ملایان به بیا هم تر خپله وسه هڅه کوي، چې د مياشت لیدلو لپاره کېني.

د پاکستان د میاشت لیدلو پر فدرالي کمېټې چې مشري يې مفتي منیب الرحمان کوي، تل تور پورې کېږي، چې د مفتي شهاب الدین پوپلزي د میاشت لیدلو شواهد نه مني، نه هم لرو پرتو سیمو ته انتظار کوي او اختر او روژه ځنډوي.

خو مفتي منیب الرحمان او کمېټه يې دغه تورونه ردوي او وايي، تل يې پر شرعي شواهدو باندې د روژې او اختر اعلان کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب