پاکستان کې په شعر کې د پښتنو د سپکاوي پر ضد لاریون

پښتانه د انځور حقوق Twitter
Image caption دوی د پاکستان پر حکومتي تلوېزیون د تېر اختر په ورځ د هغه شاعر او شاعرۍ پر ضد احتجاج وکړ، چې په کې يې "پښتانه ترهګر، قاچاقبر، غله، بدبویه او نسواریان یاد کړي".

د پېښور په ګډون اسلام اباد، کوټه ، کراچۍ او د پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې نن )دوشنبه د چنګاښ ۱۲) پښتنو ځوانانو لاریون وکړ.

دوی د پاکستان پر حکومتي تلوېزیون د تېر اختر په ورځ د هغه شاعر او شاعرۍ پر ضد احتجاج وکړ، چې په کې يې "پښتانه ترهګر، قاچاقبر، غله، بدبویه او نسواریان یاد کړي".

پښتانه فعالان پېغلې او ځوانان سړکونو ته راووتل او د دغه شاعر جواد حسین جواد، د خپرونې د جوړوونکي، پروډيوسر او پاکستان تلوېزیون د مشرتابه ضد يې شعارونه ورکړل.

د جواد حسین جواد شعرونه چې په اردو ژبه يې ویلي، ژباړه يې داسې راځي.

قاچاقبري مو تجارت دی او پيسې پکې ګټو

د ویزې تکلف ولې، موږ خو خپله ځو راځو

ویلي ولې ظالمې! چې رانژدې شې، بېرته ولاړه شې

هغې ویل له تانه خو د مېږي بوی راځي

په ځينو نورو شعرونو کې يې پښتنو ته په اشاره ویلي"بد بوی مې نه ځي" په کال کې "یو ځل په اختر کې خامخا لمبېږم" او "نسوار هغه ځوانان کوي، چې د نرانو زامن وي".

پر خواله رسنیو تر دغه خپرونې سملاسي وروسته پښتنو فعالانو سخت غبرګون وښود او اوس يې د مظاهرو لمن تر سړکونو ورسېده.

د انځور حقوق Payenda Sargand

د پاکستان تلوېزیون مشر عطاوالحق قاسمي بي بي سي ته ویلي، د جواد حسین جواد په نامه هغه شاعر چې د پښتنو ضد يې شعرونه ویلي و، د تل لپاره يې پرې په یاد تلوېزیون کې بندیز لګولی او د خپرونې کوربه ته يې د سپیناوي امر کړی دی.

په پېښور کې د دوشنبې په غرمه ګڼ فعالان د احتجاج په توګه سره راغونډ شوي و او د پاکستان تلوېزیون دغه خپرونه يې وغندله.

نامتو لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي همدې احتجاج کوونکو ته په وينا کې نه یوازې شاعر او پروډيوسر بلکې هغه ناست شاعران هم په کلکه وغندل، چې ښاغلي جواد ته يې ډاډ ورکاوه او په دې شعرونو يې خندل.

ښاغلي یوسفزي وویل، په دې وروستیو کې د پاکستان مېشتو پښتنو ضد د پنجاب کرکه زیاته شوې، چې کله يې له پنجاب ایالت څخه د اېستلو خبرې کېږي او کله بیا پښتونخوا مېشتو پښتنو ته ویل کېږي، چې په پاکستانۍ پېژندپاڼې کې به ځان ته افغان نه لیکي.

د اباسین یوسفزي په خبره پښتانه چې د پاکستان لپاره ترهګرۍ ځپلي، نو باید په ورته مسخرو او ټوکو ټکالو يې په زخمونو مالګې ونه دوړل شي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption پاکستان مېشتو پښتنو تل ددغه هېواد له رسنیو سر ټکولی، چې دوی ته يې په خپرونو، ډرامو او فلمونو کې په سپک نظر کتلي او تل يې د دوی پر کلتور او تاریخ ملنډې وهلي، خو دا لومړی ځل دی، چې د شاعر پرضد مظاهره کېږي او خلک سړکونو راوځي.

له دې سره پېښور مېشتي لیکوال او فعال خادم حسین د پاکستان د برېښنايي رسنیو د څار ادارې یا (پيمرا) ته یو لیک لیکلی، چې پکې يې د یاد شاعر، د خپرونې د کارکوونکو او مشرتابه ضد د ګام اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي خادم حسین همدا لیک پر خواله رسنیو ډېری پېغلو او ځوانانو خپور کړی او ورسره يې لیکلي، چې دوی هم یاد لیک د (پيمرا) مشر ته استولی دی.

پاکستان مېشتو پښتنو تل ددغه هېواد له رسنیو سر ټکولی، چې دوی ته يې په خپرونو، ډرامو او فلمونو کې په سپک نظر کتلي او تل يې د دوی پر کلتور او تاریخ ملنډې وهلي، خو دا لومړی ځل دی، چې د شاعر پرضد مظاهره کېږي او خلک سړکونو راوځي.

اړونده مطالب