پاکستان کې د ټانکر پېښه: د وژل شویو شمېر له ۲۰۰ ډېر شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې کسان دومره سوځېدلي چې د پېژندلو لپاره یې ډي اېن اې ازمېښت پکار دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت بهاولپور ولسوالۍ په شیخ پور کې د تیلو ټانکر پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ ډېر شو.

دا ټانکر تېره اونۍ چپه شوی و، خلکو تېل ترې ټولول چې اور ولګېد او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه.

له پېښې وروسته ویل کېدل چې ۱۵۰ کسان وژل شوي، خو اوس روغتیايي چارواکي وايي، ځینې درملېدونکي ټپیان هم مړه شوي او په دې سره د ټولو وژل شویو شمېر ۲۰۶ کسانو ته ورسېد.

ژغورنډلو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې له ټانکر چپه کېدلو وروسته خلک د تېلو پر ټولولو لګیا و، په دا منځ کې یو کس سیګرټ ولګاوه او له امله یې اور ولګېد.

* کراچۍ کې د اورګاډو ټکر ۲۰ مسافر وژلي

* پنجاب کې د تېلو ټانکر اور لګېدو قربانیان ۱۴۵ ته رسېدلي

له بلې خوا پاکستان کې سرچینې وايي، د لویې لارې پولیسو له دې پېښې وروسته د پنځو کارمنانو دندې ځنډولې دي.

پاکستاني پولیسو دا دوسیه ثبت کړې ده او وايي، د ټانکر د څېښن، مشر او موټروان د بې غورۍ له امله دا پېښه شوې ده.

طبي چارواکي وايي په پېښه کې ځینې خلک دومره سوځېدلي چې د پېژندلو لپاره یې ډي اېن اې ازمېښت پکار دی.

د یادولو ده چې تېره اونۍ په دې پېښه کې د وژل شویو ۱۲۵ کسانو ډله ییزه جنازه وشوه.

پولیس وايي، ټانکر ۲۵ زره لېتره تېل له کراچۍ تر لاهور لېږدول او داسې ښکاري چې په موړه د اوښتلو پر مهال یې یو ټېر چودلی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ټانکر سوځېدلو د پېښې ځای.