تېر اختر کې د پښتونخوا سوات ته له "یو میلیون ډېر" سیلانیان تللي

Image caption جون، جولای او اګسټ کې سوات ته ډېر سیلانیان ځي.

د پښتونخوا سيلي سيمه سوات کې د امن په راتلو سره سيلانيانو بیا سوات ته مخه کړې.

د حکومتي چارواکو په خبره، يواځې په تير کوچنې اختر کې له "يو ميليون ډېر" سيلانيان سوات ته تللي، چې ور سره د هوټلونو صنعت وده کړې ده.

په پاکستان کې جون، جولای او اګست د سختې ګرمۍ مياشتې دي.

* مډونا د سوات ملاله وستايله

* په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

په دې مياشتو کې د هېواد د مختلفو برخو ډېر شمير خلک د يخې هوا او سيل لپاره سوات ته ځي.

سيلانيانو د سوات، په مهو ډنډ، ملم جبه او کالام کې خيمې لګولې وي او رنګارنګي یې د خيمو کلي انځور ور کوي.

پر ۲۰۰۹ د مولا فضل الله په مشرۍ طالبانو د سوات په مرکز قبضه وکړه چې له کبله یې سلګونه زره خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول.

Image caption سوات دره کې سیلانیان په خېمو کې اوسي یا هم هوټلونو کې کرایه خونې نیسي.

سوات درې د سيل له پلوه د شهرت لرلو له امله ملي یا قومي خزانې ته هم ستره مالې ګټه رسوله.

خو وسلوالو بريدونو کې دغلته د پې ټې ډې سې په رنګ يو شمير هوټلونه هم ویجاړ شول او تراوسه هم ځينې هوټلونه نه دي رغول شوي.

* د سوات مېرمنو جرګه، د ستونزو حل لار

* د سوات وروستی شهزاده اورنګزیب ومړ

پر ۲۰۱۰ سيلاونو هم د سوات هوټلونو او سرکونو ته سخت زيان رسولی و چې له کبله یې سيلانيانو سوات ته د تګ زړه نه ښه کاو.

خو له پرلپسې پوځي عملياتو وروسته پوځ سوات دره له وسلوالو پاکه کړه او د سيمې کنټرول یې ځايي چارواکو ته وسپاره.

د کاروبار ۷۰ سلنه ښه کېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوات ډېر تاریخي اثار هم لري، چې له امله بهرني سیالانیان په تېره د بودا مذهب پلیوني ور تلل، خو طالبانو ځینې وران کړل.

د سوات د سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحيم بي بي سي ته وويل په سوات کې د ټیکاو په راتلو سره کاروبار اویا سلنه زیات شوی.

"مونږ د کاروبار د ودې اندازه داسې لګوو چې مونږ اوس په بازارنو کې د سلګونو زرو روپیو پيرو پلور کوو".

* د ښکلي سوات د ګرانبيه کاڼو حال

* د برتانيا ملکه مې په سوات کې وليده

دوی سوات ته سوداګريز توکي له پنجاب او سیند ايالتونو راوړي او وايي، چې اوس یې هلته د سودګرو باور خپل کړی او د لږو پيسو په ور کولو او ټليفون کولو سره له دغو ایالتونو دوی ته سوداګريز توکي وليږل شي.

عبدالرحيم وايي، پخوا چې به یې د پنجاب او سیند د لویو سوداګرو په بينک اکاونټ کې پوره پيسې نه وې جمع کړې هغوی به پرې باور نه کاو او مالونه به یې ورته نه لېږل.

سوات کې د هوټلونو صنعت

ر
Image caption د طالبانو په واکمنۍ کې د سوات ډېر هوټلونه هم ویجاړ شول چې ځینې تراوسه هم رغول شوي نه دي.

د سوات په زړه پورې هوټلونه نه يواځې د سيلانيانو لپاره زړه راښکون لري او د هغوی پام ور اوړي، بلکې دغه هوټلونه اوس په يوصنعت اوښتي.

د سوات د هوټلونو ټولنې مشر زاهد بي بي سي ته وويل، پخوا به لوی شمېر بهرني سيلانيان هم سوات ته د سيل لپاره ور تلل خو اوس ویجاړ سرکونه او په لار کې ګڼ شمېر امنيتې پوستې سوات ته د سيلانيانو د تګ خنډونه دي:

"سوات کې به د سيلانيانو شمير نور هم زيات وو خو سوات ته تلل داسې دي لکه يو پاکستانی چې انډيا ته داخلېږي".

* سوات کې هنري نندارتون پرانیستل شو

* د سوات پر ناامنیو جوړ شوی فلم "بدل"

نوموړی زياتوي، د ملاکنډ ايجنسۍ له درګۍ سيمې امنيتي پوستې پيل شوې او د سوات په مختلفو ځايونو لکه لنډاکي، منګوره، بحرين او خوازه خيله کې په څو کلوميټره واټن سره دا امنيتي پوستې دي.

"په هر پوسته د ور تلونکي کس تذکره يا شناختي کارټ کتل کېږي او د هغه راجسټريشن کيږي په داسې حالاتو کې به څنګه سيلانيان سوات ته تګ وغواړي".

د سیلي سیمو پرمختګ ته پاملرنه

Image caption سوات کې په امن راتلو سره او س له مختلفو سیمو دغه ځای ته خلک د چکر لپاره ځي.

د سوات ځايي خبريال شېرين زاده بي بي سي ته وويل حکومت سوات کې امن په ځای کړی خو د سيلي سیمو پرمختګ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زياتوي، وسلوالو ډلو ته د سواتي ځوانانو د ورتلو يوه لويه وجه بېکاري وه او دغه اندېښنه اوس هم شته.

* له میونده د سوات تر ملالې

* سوات کې د 'مرګ کوهي' نهر ۲۶ ماشومان وژلي

د شېرین زاده په خبره: "که حکومت سوات ته د هېواد د نورو سيلاني سیمو په رنګ توجه وکړي نو دلته به د سیل صنعت وده ومومي، خلک به په روزګار شې او وسلوالو ډلو کې د ځوانانو د شامليدو اندېښنه به کمه شي".

د سوات د هوټلونو مالکانو له صوبايي او مرکزي حکومتونو غوښتي چې د هېواد د نورو سيلي سیمو په رنګ د سوات پرمختګ ته هم خصوصي توجه وکړي چې د پخوا په رنګ بهرني سيلانيان يو ځل بيا سوات ته ور مات شي.

Image caption د طالبانو په واکمنۍ کې د سوات ډېر ځنګلونه هم ووهل شول.
Image caption سېلاوونو هم د سوات سړکونه خراب کړي او لا هم ویجاړ پراته دي.