ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله یوسفزۍ ۱۱ کلنه وه چې د ښځو د حقونو او زدکړو په اړه یې لیکنې پیل کړې

ملاله یوسفزۍ چې نجونو ته د زدکړو حق غوښتو له امله سخته ټپي کړل شوې وه، له دولسم ټولګي څخه فارغه او له فراغت سره سم یې ټوېټر اکاونټ هم جوړ کړی دی.

۱۹ کلنې یوسفزۍ چې د نوبل جایزه یې هم تر لاسه کړې، پر ټویټر لومړني خپاره کړي پوسټ کې لیکلي، دا یې د ژوند تر ټولو خوشحالوونکې شېبې دي.

ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي

'' ملاله یوسفزۍ میلیونره شوه''

د ملالې یوسفزۍ لپاره د کاناډا افتخاري تابعیت

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې، د هغو زرګونو نجونو د لوست په اړه فکر کوي، چې د زدکړو اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

ملاله یوسفزۍ ۱۱ کلنه وه چې د ښځو د حقونو او زدکړو په اړه یې لیکنې پیل کړې.

د ۲۰۱۲ کال په اکټوبر کې هغه په ښوونځي کې د پاکستاني طالبانو له لوري په مرمۍ وویشتل شوه چې نړیوال غبرګونونه یې لرل.

ملاله د درملنې لپاره برتانیه ته ولېږدول شوه او لا هم هلته ژوند کوي.

نوموړې د @Malala پر نامه په ټوېټر کې اکاونټ لري.

اغلې یوسفزۍ پر ټوېټر له خلکو غوښتنه کړې چې نجونې زدکړو ته ولېږي. هغې دا خبره هم کړې چې د اوړي په رخصتیو کې به د نجونو د تعلیم نړیوال کمپیاین وچلوي.

د انځور حقوق TWITTER/@MALALA
Image caption نوموړې د @Malala پر نامه په ټوېټر کې اکاونټ لري

ورته مطالب