اېبټ اباد کې یو ماشوم خره پسې تړل شوی او تر مرګه کش شوی

pakistan د انځور حقوق AFP

د خيبر پښتونخوا ایالت په اېبټ اباد کې يوه کروندګر له ډېرې غوسې یو نهه کلن ماشوم په خر پورې تړلی او تر هغه یې په ځمکه کش کړی چې د ماشوم ساه ختلې ده.

پاکستاني پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د اېبټ اباد د کانګر ميره سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو تورن کروندګر نیولی او هغه هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی. کروندګر ویلي، مزمل نومي ماشوم به هرکله خپل خر او اوزې هلته وروستې او دده کروندو ته به یې زیان اړوه او څو ځلې یې ورته د خپلو څاروو د لرې کولو خبره کړې ده.

د مزمل کورنۍ خبریالانو ته ویلي، کروندګر لومړی ماشوم په خره پسې تړلی او بیا یې خر په لرګي وهلی چې له سیمې لاړ شي او ماشوم هم له ځان سره پرځمکه کش کړي.

د رپوټونو له مخې، د ماشوم په سر او بدن کې سخت ټپي شوی و او داسې مهال یې ساه ورکړه چې د سیمې اوسېدونکو روغتون ته رساوه.

تر پېښې وروسته د سیمې خلکو د اعتراض په توګه سړک د ترافیکو پرمخ وتړه، خو د پولیسو لخوا د تورن تر نیولو وروسته یې لاره بېرته خوشې کړه.

د ايبټ اباد د پوليسو مشر سيد اشفاق انور خبريالانو ته ويلې چې د تورن پرخلاف په تهاڼه (پولیسو مرکز) کې راپور ثبت شوی او قانوني اجراات به وشي.

د مزمل مړی روغتون کې تر څېړنو وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

ددغه نهه کلن ماشوم پر مړینې د سیمې خلکو ژور خفګان ښوولی او له حکومت نه یې تورن کروندګر ته د درنې سزا غوښتنه کړې ده.