د پاکستان حکومت "ناقانونه" افغان کډوالو ته کارتونه ور کوي

Image caption پاکستان وايي، تر یو میلیون ناقانونه افغان کډوال په دغه هېواد کې دي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د نارجسټر یا ناقانونه افغان کډوالو ثبتول پیل کړل.

پنجشنبه د دغې نوم ليکنې يو ازمايښتي پړاو پیل شو، خو دغه بهیر به بيا رسما د اګست له شپاړسمې نيټې پيلېږي.

* جرمني ۱۸ رد شوي افغانان کډوال کابل ته واستول

* "افغان کډوال د پاکستان تاوتریخوالي کې لاس نه لري، په زور اېستل کېږي"

د پاکستان حکومت ازمایښتي پړاو کې د افغانانو د نوم ليکنې لپاره په پېښور او اسلام اباد کې دوه مرکزونه جوړ کړي وو.

په پيښور کې د نوم ليکنې مرکز ته شین سهار سلګونه افغان کډوال راغلي وو.

په مرکز کې د تخنيکي ستونزې له کبله د نوم ليکنې پړاو له څو ساعته ځنډ وروسته پيل شو.

ټول پاکستان کې ۲۱ مرکزونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت هیله من دی چې د روان کال تر پای به تر یو میلیون افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شي.

د ثبت یا رجسټريشن مرکز يو چارواکي فضل ربي بي بي سي ته وويل له شپاړسم اګست به د افغانانو د نوم ليکنې لپاره په ټول پاکستان کې يوویشت مرکزونه کار کوي.

"د نوم ليکنې مرکز ته راتلونکي افغان کډوال به ځان افغان کډوال ثابتوي. افغان کډوالو ته د ځان سره تذکره يا افغان پيژندپاڼه راوړل هم ضروري دي".

* بلغاریا کې "افغان کډوالو او پولیسو شخړه کړې"

* جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

د نوم ليکنې مرکز ته راغلي يو افغان نور عزيز بي بي سي ته وويل ډير وړاندې د افغان رجسټريشن کارډ موده پای ته رسيدلې وه، ځکه دغه بهیر ته ډير خوشال دی.

"هر څوک غواړي چې د ارام او عزت ژوند وکړي او دې کارډ سره به زموږ ستونزې حل شي".

د نوم ليکنې مرکز ته راغلي يو بل افغان وګړي ضيا الحق بي بي سي ته وويل وړاندې یې د پاکستان شناختي کارت لرلو او په هغه یې په ښوونځیو کې خپل ماشومان داخل کړي و او کاروبار یې پرې هم کاو. "د پاکستان حکومت له سختي وروسته مې خپل شناختي کارت بيرته حکومت ته وسپاره، اوس له سختي سره مخامخ یم".

له پاکستان د کډوالو غوښتنې

ر
Image caption افغان مېرمنې په مرکز کې د اسانتیاوو له کمي شکایت کوي.

نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې دا ثبت په نوي کارت کې ورته هغه اسانتاوې ورکړي چې دوی په شناختي کارت کې درلودې.

د نوم لیکنې د ځنډېدو له امله افغان وګړو له سختې ګرمۍ او د اوبو له نشتوالي شکایت کاوه.

* یخچال لرونکې لارۍ کې کډوال موندل شوي

* په ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

يوې افغانې بي بي سي ته وويل سهار وختي له کور راغلې او دلته په سره لمر کې انتظار کوي.

"حلق مې وچ شوی، خو دلته اوبه نشته ماشومان هم له سختې ګرمۍ کړېږي".

څوک دا بهیر پر مخ بیايي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سږ کال پرتله تېر کال دېر افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شول، خو ډېری یې د سرپنا له ستونزې شکایت کوي.

د افغان وګړو د ثبتولو دا بهیر د پاکستان د سرحدونو وزارات يا سيفران، د شناختي کارټونو د جوړولو ادارې يا نادرا او له افغانستان د راغلو چارواکو په مرسته ترسره کېږي.

د رجسټرېشن د مرکز مشر فضل ربې بي بي سي ته وويل افغان حکومت سل چارواکي له پاکستاني ادارو سره د مرستې لپاره پاکستان ته را لېږلي دي.

د نادرا د معلوماتو تر مخې پاکستان کې دا وخت ټول يو ميليون ناقانونه افغان کډوال دي چې دغو کې شپږ لکه او دوه څلويښت زره په پښتونخوا او پاتې نور د پاکستان نورو سیمو کې مېشت دي.

هغه زياتوي دوی به هځه کوي چې د نوم ليکنې دا عمل د کال ۲۰۱۸ له جنورې وړاندې بشپړ کړي.