طالبانو د ښځو لپاره په انګلیسي ژبه مجله خپره کړې

طالبان مجله د انځور حقوق SunnatEKhula

د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله مېرمنې ویلي، باید نجونۍ په کم عمرۍ کې واده شي، چې په وینا یې دې سره به له بې لارۍ وژغورل شي.

نوموړې دا خبره هغې انګلیسي ژبې مجلې سره مرکه کې کړې، چې پاکستاني طالبانو د جهاد لپاره د ښځو او نجونو جذبولو لپاره خپره کړې ده.

طالبانو د دغې پروپاګند مجلې لومړنۍ ګڼه طالبانو خپره کړې ده.

په مجله کې د ملا فضل الله د مېرمنې مرکه او د یوه شپږ کلن ماشوم کیسه خپره شوې، چې غواړي جهادي شي.

په دغه ۴۵ مخیزه مجله کې چې د 'سنت خوله ' نوم ورکړل شوی دی، ښځو ته جهاد کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په مجله کې د یوې ډاکټرې کیسه هم راغلي، چې وايي څنګه یې د اسلام لپاره لوېدیځوالې زده کړې او ژوند پرېښوول. نوموړې لوېدیځوال ارزښتونه او دیموکراسي عذاب بللي دي.

د ملا فضل الله مېرمنې ویلي، چې نجونې باید د لاسي بمونو او کوچنیو لاسي وسلو استعمال زده کړي او د دې لپاره باید جهادي روزنه وکړي.

د مجلې پر پښتۍ د یوې نجلۍ تصویر ورکړل شوی، چې له سره تر پښو په څارد کې پټه ده. د مجلې سرلیکنه کې ویل شوي:

''موږ مسلمانې ښځې راويښوو، چې جهاد کې ونډه واخلي. ''

په مجله کې د هغو ښځو لپاره مشورې هم شته، چې په جګړه کې ګډون ته لیوالې دي. په یوه بله لیکنه کې ویل شوي، چې هند غواړي پر پاکستان برید وکړي.

پاکستاني طالبان په دغه هېواد کې د سخت دریځي له اوج سره په اردو او انګلیسي ژبو پرلپسې دغسې مواد خپرووي، چې خلک خپلو لیکو ته جذب کړي.

دوی د دې لپاره د ټویټر او فېسبوک په څېر خواله رسنۍ هم کارووي.

اړونده مطالب