"عایشه گلالۍ دې پر ناسمو څرګندونو بښنه وغواړي"

د انځور حقوق FACEBOOK/PTI
Image caption عایشه ګلالۍ له عمران خان سره خبرې کوي.

د پاکستان قومي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمې غړې عایشه ګلالۍ د خپل ګوند (تحریک انصاف) پر مشر تور ولګاوه چې ناوړه خبرې یې په پیغامونو کې ورته استولې دي.

نوموړې په یوه خبري غونډه کې له دې ګوند سره مخه ښه وکړه، دا چې دا خبرې یې څومره کره دي، دا بېله خبره ده خو له ګوند د وتلو وخت یې ډېر مهم دی.

همدا وجه وه چې تحریک انصاف ګوند هم د عایشه ګلالۍ پر څرګندونو سخت غبرګون وښود.

پښتونخوا کې د دې ډلې ښځینه غړو د چهارشنبې په ورځ پېښور کې د خبري غونډې له لارې پر عمران خان د عایشه لګېدلي تورونه رد کړل او ویې ویل چې نوموړی مېرمنو ته درناوی لري.

د قامي اسمبلۍ غړې زرین ضیا وویل، چې ګلالۍ د خبر غونډې پر مهال له بهر پیغامونه ترلاسه کول او د هغه له مخې یې د تحریک انصاف پر مشرتابه تور لګاوه.

هغې دا هم وویل چې عایشه دې بښنه وغواړي.

ناز بلوڅ ولې د عمران خان له ګوند لار بېله کړه؟

د پاکستان ستره محکمه کې د عمران خان ضد قضیه

عایشه ګلالۍ د سې شنبې په ورځ پر عمران خان تور ولګاوه چې تحریک انصاف ګوند کې مېرمنې خوندي نه دي.

د هغې په خبره، له بلېک بیري ملفون( موبایل ټلیفون) مېرمنو ته ناسم پیغامونه استوي او دغه ګوند کې د مېرمنو عزت خوندي نه دی.

عایشه ګلالۍ وویل، چې د ۲۰۱۳ کال اکتوبر کې یې پیغام ور ته استولی و.

هغې خبریالانو ته دا پیغامونه ونه ښودل، خو زیاته یې کړه چې دا پیغامونه کتل کېږي.

نوموړې په دغه مهال له ګوند ځان ګوښه کړ چې دا پرېکړه او پر عمران خان تورونه یې د پاکستان د ځايي رسنیو د هغې ورځې سرټکي وو.

د انځور حقوق FACEBOOK/PTI
Image caption پوښتنه دا ده چې عایشه ګلالۍ ولې څلور کاله مخکې دا تور نه لګاوه.

اوس پوښتنه دا پیدا کېږي چې که عایشه ګلالۍ ته څلور کاله مخکې پر ملفون پیغامونه لېږل شوي، نو اوس له ګوند ولې بېلږي او تورونه لګوي. ولې یې دا کار مخکې نه کاوه.

د ګوند غړي هم ورته پوښتنه کوي، د تحریک انصاف د ایالتي اسمبلۍ غړې عایشه نعیم بي بي سي ته وویل، عایشه ګلالۍ ولې څلور کاله غلې وه؟ ولې یې هغه مهال دا غونډه ونه کړه؟

د هغې په خبره، د عایشه ګلالۍ دا ټول تورونه بې بنسټه دي او تحریک انصاف کې ډېرې مېرمنې دي او عزت یې خوندي دي.

د نوموړې په اند، په وروستیو کې د عمران خان مخالفانو محکمو کې ډول ډول تورونه ولګول، خو څه یې ترلاسه نه کړل، ځکه د عایشه ګلالۍ په څېر واړه تورونه هم ګوند ته کوم زیان نه رسوي.

مګر شنونکي وايي، چې د عایشه ګلالۍ تورونه ډېر درانه دي او که زباد شي، د عمران خان لپاره به یې پایلې هم درنې وي.

دوی دا هم وايي، چې د تورونو ثابتولو لپاره وخت پکار دی، خو عایشه ګلالۍ چې د خپلې ادعا لپاره کوم مهال غوره کړی، خورا اهمیت لري.

د دوی په اند، د نواز شریف له ګوښه کېدو وروسته د تحریک انصاف مینوال ډېر شوي وو او په داسې وخت دا تورونه د دغه ګوند او عمران خان د کلونو کلونو هڅې په اوبو لاهو کوي.

ورته مطالب