کور د کرښې دې خوا او پټی هغې خوا ته

د انځور حقوق Getty Images

د هند او پاکستان پر پوله داسې ازغنه کټاره هم شته چې د هندي کرونګرو پر زړونو تېره ده، هغه کرونګر چې کور یې د کرښې یوې او پټی یې بلې غاړې ته دی.

هېواد ۷۰ کاله مخکې وېشل شوی و، خو ۱۹۸۰کلونو کې هغه مهال د پنجاب د ډېرو کرونګرو زړونه بیا ټپي شول، چې د بېلتون غورځنګ لوړې څوکې ته ورسېد او حکومت د لاسوهنې او قاچاق د مخنیوي لپاره پر پوله د پنځه نیم سوه کیلومتره اوږد ازغن تار د لګولو پرېکړه وکړه.

دا ازغن تار هندۍ ځمکه کې تېر شوی چې له امله یې کرونګر د امنیتي ځواکونو په سخته څارنه تر خپلو ځمکو ځانونه رسوي.

* د هند وېش

* "د وېش ټپونه له ۷۰ کلونو وروسته هم رغېدلي نه دي"

د واګه اټاري پوستې سره نږدې د دهنووا کلي په دې کرونګرو کې یو هم هرمندر سینګ دی، چې هره ورځ لنډ خو له کړاو ډک سفر لري.

هغه وايي، له پولې اوښتل ډېر سخت تمامېږي:

"سرتېري ټول سامان له ټیکټر کوزوي، بیا یې تلاشي کوي، بیا یې بېرته باډۍ ته اچوو".

نوموړی د پولې پورې غاړه هم له کړاو خلاص نه وي:

"بیا چې له پولې واووړ هلته هم سرتېري تلاشي کوي، داسې ښکاري لکه سړی بند ته روان وي".

د تار بلې غاړې ته یوه خامه لار ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد ښيي او له هغه وروسته د پاکستاني کرونګرو پټي دي.

* پاکستان او هند

* د هند او پاکستان ترينګلتيا

هرمند وايي، هغه خلک په پټیو کې ازاد کار کوي:

"پوځیان ور سره نه وي، خو موږ له دوی سره د خبرو اجازه هم نه لرو، دوی خپل کار کوي موږ خپل".

د دې کوچني کلي ټول خک همدا یو شکایت لري چې پر کرونده یې ژوند ولاړ دی او که له دې کړاو سره سره پټیو ته لاړ نه شي، نو ژوند به څنګه تېروي.

کلي کې د لویې ونې لاندې چوتره کې څو مشران سره جرګه دي، هغوی هر مازیګر دلته جرګه کېږي.

د کلي مشر جګتار سینګ وايي، لس بجې ور پرانیستل کېږي او څلور بجې بندېږي.

"شناختي کارډ غواړي، خو بیا هم په خپله خوښه تګ راتګ نه کېږي. حکومت درواغ وايي، دلته کومه اسانتیا نشته، نه کوم ډاکټر شته، نه کوم ښوونځی او ښوونکی".

د هغه په خبره، کله چې تار نه و، ژوند ښه و، که د شپې هم کروندې ته تلل، یو اجازه لیک پکار و او د ورځې کومه خبره نه وه.

* هند کې د رومیانو دولتي بانک

* هند د درمل جوړولو یو مخکښ هېواد

"هغه وخت هیڅ ستونزه نه وه، خو کله چې یې تار وغځاوه زموږ ژوند هم سخت شو".

ګرودیو سینګ یې خبره غبرګوي او وايي:

"له تار پورې غاړه مې پنځه ایکړه ځمکه ده، که دې لور ته یو اېکړ په لس لکه روپۍ وي، هغه خوا یې څوک په دوه لکه هم نه اخلي، هلته کار کول ګران دي مزدور هم اسانه نه موندل کېږي، چې پیدا شي ډېرې پیسې غواړي، دلته د هر کور کیسه همدا ده".

په دې کلي کې د داسې کرونګر کیسه مشهوره شوې چې د پوستې پولیسو د ځورولو له امله دومره خپه شو چې بیا خپلې کروندې ته په ټول ژوند کې هم نه لاړ.

د امرتسر په ګرونانک دیو پوهنتون کې د پوهاند جګروپ سینګ د څېړنې له مخې ۱۱ زره داسې کورنۍ شته چې نږدې ۱۷ زره ایکړه ځمکه یې له ازغن تار پورې غاړه ده.

دا کرونګر دومره تنګ شوي چې غواړي ان حکومت یې ځمکې واخلي.

۷۰ کلونه کېږي د وېش ټپونه رغېږي، خو د دهنووا کلي کرونګر چې له دې تار تېرېږي بیا بیا یې دا ټپونه تازه کېږي.

اړونده مطالب