کال مخکې پر همدې ورځ د کوټې وکیلان وژل شوي وو

کوټه چاودنه
Image caption د وژل شوي وکیل ضياوالدین مور

کوټه نن د هغو وژل شويو وکیلانو او وګړيو لومړی تلین لمانځي، چې تېر کال په همدې ورځ په يوه ځانمرګي برید کې وژل شوي و. دغه برید تر اویا زیات کسان چې تر ۵۵ زیات پکې وکیلان و، ووژل او په لسګونو نور يې ژوبل کړل.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات میا ثاقب نثار په کوټه کې د وژل شويو وکیلانو تلین غونډې ته په وینا کې ترهګري د پاکستان د کمزورۍ دسیسه بللې او د پاکستان پر خلکو يې غږ کړی، چې ټول به يې په ګډه پر ضد جنګېږي.

په دې تلین غونډه کې د پاکستان له بېلو سیمو او د بلوچستان له شاوخوا ټولو سیمو وکیلانو، د وژل شویو کسانو د کورنیو غړيو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

د کوټې په دولتي روغتون کې دغه ځانمرګی برید داسې مهال شوی و، چې ددغه ښار وکیلان هلته د خپل وژل شوي ملګري انور بلال کاسي پر مړي راټول و. ښاغلی کاسی په همدې ورځ سهار وختي مهال په هدفي وژنه کې وژل شوی و.

شاکره بي بي د یوه همداسې وژل شوي وکیل ضياوالدین مور ده، چې یواځينی زوی يې په دې چاودنه له لاسه ورکړ. وايي، ؛ژوند يې د زوی له مرګ سره ختم شوی او ټولې هيلې يې په اوبو لاهو شوې؛. ضیاوالدین د دوو لوڼو پلار او د څلورو خویندو یواځينی ورور و.

په بلوچستان ایالت کې د وکیلانو د اتحاديې مشر شاه محمد جتويي وايي، تر یوه کال تېرېدو وروسته هم دا څرګنده نه شوه، چې ولې وکیلان په نخښه شول؟ اصل ذمه واره يې څوک و؟ او پل د چا کور ته ودرېږي؟

ښاغلی جتويي زیاتوي، ؛دوی د خلکو د انصاف لپاره هلې ځلې کولې، خو اوس خپله انصاف نه ورسېږي؛.

Image caption د بلوچستان اوسېدونکي تر برید د قربانیانو په یاد شمعې بلوي.

تر دغه برید وروسته د بلوچستان ایالت اعلی وزیر نواب ثناو الله زهري او د کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي دواړو د برید تر شا د هند او افغانستان څارګرې ادارې تورنې بللې وې. خو خپله د پاکستان سترې محکمې په همدې تړاو یوه رپوټ کې دوړاه چارواکي ګرم وبلل، چې څه ډول يې تر څېړونو مخکې ګوته نورو هیوادونو ته ونیوله.

د کوټې په دولتي روغتون دغه ځانمرګي برید ددغه ښار او ایالت شاوخوا ټول مشران وکیلان ووژل او محکمې يې لا اوس هم له مشرانو او ځايي وکیلانو بې برخې دي. ډېری وايي، ؛د وکیلانو ځوان کهول يې ټول وواژه؛. خو چا او ولې؟ د قربانيانو کورنۍ لاهم ددې پوښتنې د ځواب په لټون کې دي.

په دغه ځانمرګي برید کې د وکیلانو، ولسي وګړيو په شمول دوه خبریالان هم وژل شوي و، چې د پاکستان له شخصي رسنیو سره يې کار کاوو.

ورته مطالب