د پاکستان د یو جګړن په ګډون څلور پوځیان ووژل شول

د انځور حقوق AFP

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په قبایلي سیمه دیر کې د عملیاتو پر مهال څلور امنیتي ځواکونه ووژل شول.

دا اداره د چهارشنبې په ورځ د بیان په خپرولو سره وايي، د یوه جګړن په مشرۍ امنیتي ځواکونو د دیر په تیمور ګره کې د استخباراتو له مخې عملیات کول چې د وسلوالو له برید سره مخ شول.

د پاکستان پوځ وايي، کله چې امنیتي ځواکونه د وسلوالو پټنځي ته ورسېدل، نښته پیل شوه او په پایله کې پوځ ته دا مرګ ژوبله پېښه شوه.

چارواکي دا هم وايي، چې په دې عملیاتو سره یې د "ترهګرو" لوی پلان ناکام کړ.

د پوځ د بیان له مخې په عملیاتو کې یو ځانمرګي برید وکړ او همدارنګه په نښته کې یو "ترهګر" ووژل شو او بل ونیول شو.

د پاکستان طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۹ کال له دې سیمې و اېستل شو.

دې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.