کراچۍ کې پر پولیسو برید کې یو چارواکی او یو ساتونکی ووژل شول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption کراچۍ کې سږکال ۴۲ پولیس په نښه شوي دي.

د پاکستان په اقتصادي ښار کراچۍ کې یو ځل بیا پر پولیسو وسلوال برید شوی، چې له امله یې یو امنیتي چارواکی وژل شوی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

دا پېښه د جمعې په ورځ عزیز اباد(سیمه) کې شوې ده.

پولیس وايي، پر ټپټپي( موټر سیکل) سپرو دریو وسلوالو ډزې وکړې چې له امله یې د ترافیک پولیسو یو مشر حنیف او د هغه ساتونکی سلطان ووژل شول.

* کراچۍ کې زياتېدونکي جرمونه

* په کراچۍ کې د جنګي وسایلو نندارتون

د دواړو مړي عباسي شهید روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیند د کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال او نورو چارواکو پر دغه پېښه خواشیني ښودلې.

دوی له اړوند چارواکو غوښتي چې د پېښې پلټنه وکړي او تورن کسان ونیسي.

پر پولیسو زیاتېدونکي بریدونه

د انځور حقوق EPA
Image caption سږکال سیند ایالت کې ۶۲ پولیس وژل شوي دي.

د یادولو ده چې سیند ایالت کې په تېر نیم کال کې ۶۲ پولیس په مخامخ نښتو یا هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

تر ټولو ډېر اندېښمن وضعیت کراچۍ ښار کې دی چې ۴۲ پولیس په نښه شوي دي.

د پولیسو اداره وايي، پر ۲۰۱۶ کال په سیند کې ۴۱ پولیس وژل شوي وو، خو سږ کال په شپږو میاشتو کې ۲۳ پولیس وژل شوي دي.