د هند وېش: بې برخلیکه قبایل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د هند او پاکستان وېش، ۷۰ کاله

د هند تر وېش اویا کاله وروسته هم د قبایلي سیمو د وګړیو برخلیک څرګند نه دی. په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په یادو سیمو کې د اصلاحاتو اعلان وکړ، خو داسې ښکاري، چې په دغه هیواد کې وروستیو سیاسي ګډوډيو دغه اصلاحات هم په اوبو لاهو کړل.

په دې سیمو کې لاهم د ایف سي ار په نامه هغه قانون دی، چې ساری د نړۍ په هېڅ یوه ګوټ کې نه لیدل کېږي. خپله د دې سیمې خلک دې قانون ته یا د "تور قانون" نوم ورکوي او یا هم وايي،"هیڅ قانون نه دی".

خو ځينې خلک بیا خپله د پاکستان پر اساسي قانون نیوکه کوي، وايي په دې قانون کې يې کښلي، چې د پاکستان یو قانون یا محکمه به هم قبایلي سیمو ته نه غزېږي، چې په خبره يې دا له ۱۹۰۱ عیسوي کال راهیسې هلته په نافذ قانون اېف سي ار کې نشته او باید د دې نیوکه پر اساسي قانون وشي.

له دې سره چې ځينې يې د دوی د ټولو بدمرغیو ذمه وار اېف سي ار یادوي، خو ډېری نور يې بیا تر ټولو لوی ذمه واره وسلوالې ډلې، توندلاریتوب او ناامني یادوي.

Image caption سمرینه وزیر د وزیرستان یوه اسلام اباد مېشته پېغله چې قانون يې لوستی او اوس مهال د پاکستان په ستره محکمه کې وکیله ده

سمرینه وزیر د وزیرستان یوه اسلام اباد مېشته پېغله چې قانون يې لوستی او اوس مهال د پاکستان په ستره محکمه کې وکیله ده. وايي، د قانون لوست يې ځکه غوره کړل، چې په سیمه کې يې قانون نه و.

د اغلې سمرینه په خبره په ماشومتوب کې يې لا دا پرېکړه کړې وه، چې لویه شي، قانون به لولي او په دې به ځان پوه کوي، چې اخر ولې د قبایلي ولس لپاره د اېف سي ار غوندې تور قانون دی.

نه یوازې سمرینه بلکې د دې سیمو د اکثره خلکو له لومړۍ ورځې راهیسې یواځینی ارمان همدا دی، چې څه ډول يې په سیمه کې اصلاحات وشي او د دوی يه ټکيو دې تور قانون ته د پای ټکی کښېښودل شي.

د همدې اصلاحاتو لپاره اکثره وخت احتجاجونه کېږي او په دې احتجاجونو کې که یوې خواته پر قبایلو راکښلې کرښې غندل کېږي نو بلې خواته يې پر ژبه د پاکستان له واکمنو ګیلې هم وي.

سیاستواله بشرا ګوهر وايي، "واکمنو قبایلي سیمې ټولې لوټې لوټې کړې او تل يې د خپلو ګټو لپاره داسې وکارولې، چې هلته يې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه ښه او بدو وسلوالو ته ځالې ورجوړي کړې".

Image caption قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره اکثره وخت احتجاجونه کېږي

د ټولو سیمو استازي د پاکستان په پارلمان کې شته، خو دغه استازي يې ځانونه تش په نامه غړي یادوي او وايي، د اسلام اباد واکمنو يې کله هم غږ له زړه اورېدلی نه دی.

سجاد توري د پاکستان په مشرانو جرګه کې د کورمې استازی دی. له بي بي سي سره يې خبرو کې وویل، په پاکستان کې د سیاسي ګډوډيو له امله د اصلاحاتو ژمنې عملي نه ښکاري او زیاتوي، د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو استازیو هیڅ غږ نه اورېدل کېږي.

په ۲۰۱۴ عیسوي کال کې چې کله وسلوالو د پېښور په يوه ښوونځي برید وکړ او په کې يې تر یو ۱۳۰ زیات ماشومان ووژل، د پاکستان ولسي او پوځي مشران سره یو ځای شول او د هر ډول وسلوالو ضد يې د عملياتو چې "نېشنل اېکشن پلان" يې بولي، اعلان وکړ.

Image caption بشرا ګوهر وايي، "واکمنو قبایلي سیمې ټولې لوټې لوټې کړې او تل يې د خپلو ګټو لپاره داسې وکارولې، چې هلته يې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه ښه او بدو وسلوالو ته ځالې ورجوړي کړې".

په دې پلان کې یوه مهم ټکی دا هم و، چې په قبایلي سیمو کې به اصلاحات راولي، چې وروسته يې د همدې لپاره د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ کې یوه کمېټه هم جوړه کړه. دې کمېټۍ بیا په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره پنځه کلن پلان د عملي کولو وعده کړه، خو اوس يې دغه ژمنه هم تش ژمنه ښکاري.

ورته مطالب