د هند وېش: پښتانه ولې لاهم مزدوران دي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پاکستان له جوړېدو دا دی ۷۰ کاله کېږي، خو د دغه هېواد په ډېریو سیمو کې هر څلورم کارګر پښتون ښودل کېږي.

د هند تر وېش اویا کاله وړاندې د پاکستان مېشتو پښتنو تجارتي مرکزونه ډيلی او ممبۍ و، خو اوس يې تجارت ټول له کراچۍ او پنجاب سره تړل شوی دی. ځينې پښتانه هغه وخت د دوی د تجارت لپاره ښه یادوي، چې مرکز يې د پاکستاني پنجاب پر ځای د هند ډيلی و.

قیوم اڅکزی د اسلام اباد په سبزۍ منډيي کې کار کوي، خو پلار يې د هند تر وېش وړاندې له ډیلي سره تجارت کاوه. ښاغلی اڅکزی وايي، اوس ټولې ګټې د پنجاب لپاره کوي او د دوی یوازې خواري په برخه وي.

د اقتصاد پوهانو په خبره پاکستان مېشتي پښتانه لاهم تر شرکتونو نه دي رسېدلي او لا يې هم د اقتصاد ډېره برخه له مالدارۍ او کروندې سره تړلې ده. ځينې نیوکه کوونکي په دې باور دي، چې د پاکستان د واکمنو وروسته پاتو سیمو ته نه پاملرنه د پښتنو د ټيټ اقتصاد لامل دی.

Image caption يو ۶۰ کلن کارګر ماصیل خان د ژوند څلوېښت کاله په کارګرۍ کې تېر کړي. وايي، له کراچۍ نیولې، بیا تر پېښور، راولپينډۍ او اسلام اباده پورې يې په هر ښار کې خولې تويې کړې دي، خو ژوند يې کله هم هوسا نه شو.

ماصیل خان یو ۶۰ کلن پښتون کارګر له بي بي سي سره خبرو کې د ژوند څلوېښت کاله په کارګرۍ کې یاد کړل. دی وايي، له کراچۍ نیولې، بیا تر پېښور، راولپينډۍ او اسلام اباده پورې يې په هر ښار کې خولې تويې کړې دي، خو ژوند يې کله هم هوسا نه شو.

د ښاغلي خان په خبره عمر يې شپېته کاله شو، او د همدې مزدورۍ او نېستۍ له امله يې واده و نه کړ. وايي ؛واده به څه کوم، ځان به ساتم که کورودانه او ماشومان؟؛.

خبریال اکرام هوتي چې تر ډېره په اقتصادي چارو باندې کار کوي، وايي، دا د پاکستان تګلاره نه ده، چې شاته پاته او ترهګرۍ ځپلو سیمو ته پام وکړي، چې د ده په خبره د پاکستان مېشتو پښتنو سیمې هم شاته پاته دي او هم ترهګرۍ ځپلې.

Image caption د قبایلي سیمې د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر شاهد رحمان چې شاوخوا درې لسیزې وړاندې يې په مومندو کې د مرمرو ډبرو تجارت پېل کړی وايي، لاهم په ټولو قبایلي سیمو يو شرکت نه لري

همدې ته په پام سره د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دغه هیواد په هرې سیمه کې هر څلورم کارګر پښتون دی. دا له هغو کارګرو بېل دي، چې عربو، اروپا او نورې بهرنۍ نړۍ ته په خوارۍ پسې تللي دي.

د قبایلي سیمې د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر شاهد رحمان چې شاوخوا درې لسیزې وړاندې يې په مومندو کې د مرمرو ډبرو تجارت پېل کړی وايي، لاهم په ټولو قبایلي سیمو يو شرکت نه لري.

له دې سره د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي، په دغه ایالت کې دا مهال ټولې ۷۳ لوی او واړه شرکتونه دي، چې يو يې هم فعال نه دی. د دې چارواکو په خبره ځينې يې د نامنۍ له امله بندې شوې او پاتې نورې يې بیا د برېښنا نشتوالي بندې کړې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب