د هند وېش: ترهګرۍ ځپلي پښتانه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پاکستان خپلواکۍ ۷۰ مه کليزه: د ترهګرۍ جګړه کې د پښتنو قرباني

ګوهر مسید د جنوبي وزیرستان د کلي سیګه اوسېدونکی دی. کورنۍ يې په ۲۰۰۹ کال دې ته مجبوره شوه، چې په شپه خپل کور او کلي پرېږدي او له وزیرستانه ووځي. هغه وخت د پاکستان پوځ د دوی په سیمه کې د وسلوالو ضد د عملیاتو د پيلولو اعلان وکړ.

اوس دوې مياشتې وړاندې يې شاوخوا اته کاله وروسته کورنۍ بېرته خپلې سيمې ته ستنه شوه. وايي، کور مو کنډواله و او د کور خټې یا خاورې شګه شوې وې. د ښاغلي مسید په خبره د کور همدا شګه چې په لاس کې ونیسې، نو عجيب احساس ورته پیدا شي.

دا نه هم ښاغلي مسید ته معلومه ده او نه يې هم کلیوالو ته، چې اخر د دوی کورونه چا او په کومو باروتو والوزول، چې له خټو او شګو جوړ شوي او دغه شګې يې اوس د کور د بیا جوړولو لپاره نه دي.

Image caption د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی ګوهر مسید او کورنۍ يې په ۲۰۰۹ کال دې ته مجبوره شوه، چې په شپه خپل کور او کلي پرېږدي او له وزیرستانه ووځي.

ګوهر مسيد د خپل ویجاړ شوي کور عکسونه راښکاره کړل او ورسره يې د خپلې شپږ کلنې لور هغه ويډيو هم، چې د دوی له کور سره څېرمه هغه ته پراته ماینونه ښيي راښکاره کړه.

د پاکستان واکمنو د قبایلي سیمو د بې کوره شويو لپاره د څلور څلور لکو کلدارو ورکولو اعلان کړی دی، چې ښاغلي مسید په خبره په ټپونو يې د مالګې دوړولو په څېر دي.

یواځې د وزیرستان پښتانه نه، بلکې د اکثره قبایلي سیمو وګړي همداسې د عملیاتو په ترڅ کې له خپلو کورونو او کلیو وایستل شول.

که څه هم د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د روان کال تر اپرېل مياشتې پورې د ټولو بې کوره شويو قبایلو بېرته خپلو سیمو ته د پرېښوولو اعلان وکړ، خو لاهم په لکونو کډوال له خپلو سیمو لرې په نورو سیمو کې ژوند کوي.

Image caption په ۲۰۱۶ کال کې په شمالي وزيرستان کې د وژل شويو او ټپي شويو شمېرې

قبایلي سیمې چې له ۲۰۰۱ عیسوي کال راهیسې په کې د ناامنۍ پېښې روانې دي، د فاټا څېړنیز مرکز له یوه راپور سره سم یوازې په ۲۰۱۶م کال کې چې تر ټولو سوله ييز بلل کېږي، په کې د ترهګرۍ ۲۱۹ پېښې شوې دي. په دې پېښو کې ۵۲۱ کسان وژل شوي او ۳۶۰ نور ټپيان شوي دي. له دې رپوټ سره سم په دې کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په شمالي وزیرستان کې شوې، چې ۱۷۵ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل شوي دي.

له قبایلي سیمو سره که د پښتونخوا او کوټې پښتانه د ترهګرۍ پېښو ځپلي، نو په کراچۍ کې بیا هدفي وژنو د زرګونو پښتنو ژوند اخیستی. له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې دغو هدفي وژنو زور واخیست، د پښتنو ملتپال سیاستوالو په خبره "د کراچۍ مهاجرو پښتانه په هدفي وژنو کې ووژل".

Image caption پښتنه سیاستواله عصمت شاه جهان, "له پښتنو پرته په پاکستان کې د نورو قومونو خلکو هېچا هم خپل زامن ځانمرګو ته تیار نه کړل، خو پښتنو ځينو خپله ورکړل او له ځينو یووړل شول".

ډېری پاکستان مېشتي پښتانه تر ډېره پورې توندلاریتوب پر دوی د بل چا لخوا تپل شوی بولي او زیاتوي، د پاکستان په شمول ځينو نورو هېوادونو پښتانه توندلاریتوب ته وهڅول.

خو پښتنه سیاستواله عصمت شاه جهان بیا له دې سره خپله پښتانه هم د دې ذمه وار ځکه بولي، چې د دې په خبره "له پښتنو پرته په پاکستان کې د نورو قومونو خلکو هېچا هم خپل زامن ځانمرګو ته تیار نه کړل، خو پښتنو ځينو خپله ورکړل او له ځينو یووړل شول".

اړونده مطالب

ورته مطالب