بلوچستان کې د پاکستان شپږ امنیتي ځواکونه ووژل شول

د انځور حقوق AFP

د بلوچستان په هرنايي ولسوالۍ کې چاودنې شپږ پاکستاني سرتېري ووژل او دوه ټپیان کړل.

خبریال محمد کاظم ته په سیمه کې یوه چارواکي ویلي، چاودنه د شاهرګ او خوست ترمنځ شوې ده.

د هغه په خبره، ناپېژاندو وسلوالو په سړک کې باروت ښخ کړي وو او هغه مهال یې چاودنه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو موټر پر برابر شو.

* اختر مینګل: حکومتي ادارو بلوچستان ته ترهګري راوړې

* کوټه: د امنیتي ځواکونو پر ګاډي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

په چاودنه کې موټر سخت زیانمن شوی او پکې د پاکستان د ملېشه ځواکونو شپږ غړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ(ډله) وايي، برید دوی کړی دی.

هرنايي د بلوچستان د مرکز کوټې په ختیځ کې پرته ولسوالي ده.

۲۴ ګړیو کې د ناامنۍ درې پېښې

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلوچستان کې ازاديپالې ډلې د امنیتي ځواکونو پرضد جګړه کوي.

هرنايي د بلوچستان په هغو سیمو کې ده چې مخکې هم پکې د ناامنۍ پر نورو پېښو سربېره پر امنیتي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه او چاودنې شوې دي.

بلوچستان کې دا په تېرو ۲۴ ګړیو کې د ناامنۍ دریمه پېښه ده.

* د بلوچستان ترينګلی حال

* کوټه کې وسلوالو څلور پولیس ووژل

له دې مخکې د چاغي ولسوالۍ مرکز دلبندین کې د بلوچستان د سر وزیر د سلاکار میر امان الله نوتیزي د کشر ورور کور ته لاس بم ور غورځول شوی، چې له امله یې اووه کسان ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، بم د ثناالله نوتیزي مېلمستون ته ور غورځول شوی دی.

له بلې خوا له ایران سره په نښلېدلې کېچ ولسوالۍ کې هم د راکټ حملې له امله دوه کسان ژوبلېدلي دي.

د نورو بریدونو دعوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېرې شنبې په شپه د برید ځای.

په ورته مهال بلوچستان ازاديپاله جبهې په اواران او یوموټی بلوڅ پوځ په کوهلو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو دعوه کوي، خو حکومتي سرچینو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د تېرې شنبې په شپه هم د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې د یوې بمي چاودنې له کبله ۱۵ کسان وژل شوي وو.

په وژل شویو ۱۵ کسانو کې اووه ولسي وګړي او پاتې امنیتي ځواکونه وو.

په هغه پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي چې د چارواکو په وینا ۱۵ په کې ملکي کسان دي.

په بلوچستان کې د تېرو څلرویشتو ګړیو درې بریدونه او د نورو حملو په هکله د بلوڅ ازادیپالو ډلو ادعاوې په داسې مهال دي چې پاکستان پرون د ازادۍ ۷۰ کلیزه ولمانځله.